د بلخ او کندهار ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۱۱۶۳) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۱:۴۴
د بلخ او کندهار ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۱۱۶۳) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ او کندهار ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱۹/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۹/ ۷/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۱۱۶۳) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د بلخ او کندهار ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۷۶۲) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۱۸۱) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۴۶۵) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۴۸) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۶۸) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض‌پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د بلخ او کندهار ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۴۰۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۶) دوسيې تطبيق شوې، (۱۲۵) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۶۳) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۹۷) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۶:۴
Background image

حکم جزای تعزیری بالای (۱۷) مجرم و متهم در ولایت نیمروز تطبیق شد

به اساس فیصلهٔ محکمهٔ ابتدائیهٔ شهری ولایت نیمروز بالای (۱۷) تن به جرم لت وکوب پدر، روابط نامشروع و اتهام سرقت و لواطت، امروز پنجشنبه مٶرخ ۱۵ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبیق شد.
محک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

جلسۀ هفته وار محکمۀ مرافعۀ ولایت بادغیس دایر گردید

تحت ریاست الحاج شیخ عبدالخالق ( امدادالحق) رئيس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت بادغیس؛ به تاریخ ۱۳ /۱۰ /۱۴۴۷ه‍ـ ق جلسۀ هفته‌وار دایر گردید.   
ابتداء جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

محاکم ولایت باميان طی یک ماه علاوه بر رسیدگی به (۱۹۳) دوسیه، به تعداد (۱۴۶) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتداٸيۀ ولسوالى‌های ولایت بامیان طی یک ماه (از ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۱۹۳) دوسیه، به تعداد (۱۴۶) قطعه وثایق را نیز. . .

بازگشت به اخبار