د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل (۵۲) کلنه موضوع حل شوه 

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۳۱
د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل (۵۲) کلنه موضوع حل شوه 

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد) په هلو ځلو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۲۳/ ۶/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د دوو کورنیو ترمنځ د قتل (۵۲) کلنه دښمني حل او فصل شوه.
یاده موضوع (۵۲) کاله مخکې د ځاځي اریوب ولسوالۍ د علي خېلو په سیمه کې د دوو کورنيو ترمنځ پېښه او تر اوسه يې دښمني پاتې وه.
یاده موضوع محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه، د محاکم مسؤولینو دواړه لوري سولې ته ترغیب او وهڅول، دوی سوله وکړه او د محکې پر ابلاغ شوې پرېکړه یې قناعت وکړ.
په دې سره د قتل یاده (۵۲) کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار