د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کندوز ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۵:۲۳
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کندوز ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د محترم مولوي امان الله (حامد) په مشرۍ د قضائي پلټنې يوه پلاوي چې مولوي عبدالاحد (حماد) او مولوي عبدالغفور (حقاني) په کې د غړيو په توګه دنده لرله، د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۸ مه نېټه د کندوز ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
ياد پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د کندوز ولايت د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد زندان اړوند د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، شکایتونه، ستونزې يې له ځان سره وليکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د وثایقو آمریت، حقوقو مديريت او ځانګړې محکمې څخه په جلا جلا ډول لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو له قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې. 
د قضائي تفتيش پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نېمګړتیاوې له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د کندوز ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
ياد پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د یاد ولایت د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
ياد پلاوي د کندوز ولايت د محاکمو په وړاندې د شته ستونزو دقیقه او هر اړخیزه څېړنه وکړه.
د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۴ مه نېټه پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۲۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای یک مجرم در ولايت بلخ تطبیق شد 

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی زاری ولايت بلخ بالای یک زن به جرم روابط نامشروع؛ امروز يکشنبه مؤرخ ۱۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائيه زن مجرم را به پنج سال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۱۴
Background image

حکم جزای تعزیری بالای شش مجرم و متهم در ولايت جوزجان تطبيق شد

به اساس فیصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی قوش تپه ولايت جوزجان بالای شش تن به شمول دو زن به جرم روابط نامشروع، توهين به مسؤولین امارت اسلامی، خوردن روزه و اتهام زنا، به تاريخ ۱۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۴۹
Background image

حکم جزای تعزیری بالای هفت مجرم در ولايت هرات تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولايت هرات بالای هفت تن به جرم تولید، خرید، فروش و انتقال مشروبات الکولی، امروز یکشنبه مؤرخ ۱۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه. . .

بازگشت به اخبار