د روزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه
د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د قضائي پلاوي په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو او سپین ږيرو په منځګړیتوب په ۱۸/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق د مقتول او قاتل د کورنيو ترمنځ سوله وشوه.
د قتل ياده پېښه په ۵ /۱ /۱۴۴۶هـ ق نېټه د دهراود ولسوالۍ د غرم په کلي کې رامنځته شوې وه؛ چې دغه د قتل موضوع د یادې ابتدائيه محکمې د مسؤولینو په ډېرو هڅو حل شوه او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.