د حقوقو عمومي ریاست د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د سترې محکمې د حقوقو عمومي رياست رئیس محترم مفتي محمد ابراهيم جان (ابوالحفاظ) په مشرۍ؛ د چارو د لا ښه سمون، چټکتيا او پرمختګ په موخه په ۹/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د ګډونوالو لخوا تر هر اړخيز بحث وروسته د کابل ریاست لومړي زون آمر مولوي امان الله په مشرۍ ګډ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د کارونو د چټکتيا په موخه یو میکانیزم جوړ او طرحه يې د یاد ریاست مقام ته وړاندې کړي.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.