په ننګرهار ولايت کې (۱۱) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۲:۴۳
په ننګرهار ولايت کې (۱۱) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

 
د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان، د غني خېلو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې او د سرخرود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړو له مخې د يوې ښځې په ګډون يوولس مجرمينو او متهمينو ته د زنا، لواطت او نامشروع اړيکو په جرم د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۹ مه او ۱۱مه نېټه په عام محضر کې تعزیري سزاګانې ورکړل شوې.

د جزا دېوان او ابتدائيه محاکمو د یادو کسانو له ډلې اووه مجرمين له ۳۰ تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا، يوه متهمه پر ۳۹ دُرو تعزیري سزا او درې متهمين پر ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې يادې پرېکړې د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوې.

د یادو تعزیري سزاګانو د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس، د یاد ولايت د نورو امارتي ادارو مسؤولينو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، مراجعينو او عامو هېوادوالو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس وويل، مؤمنان ټول سره ورورڼه دي، تعزیري سزا د الله تعالی حکم دی او د الله تعالی رضاء لپاره به په خپلو وروڼو هم تطبيق کوو.
نوموړي زیاته کړه د ننګرهار ولايت ټولو خلکو ته ډاډ ورکوو، چې څوک ستاسو په مال یا حرمت تجاوز وکړي، په هغو به د شريعت په رڼا کې د الله تعالی حکم تطبیقوو.
غونډه پر مجرمينو او متهمينو د تعزیري سزا له تطبيق وروسته د دعاء پر لوستلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۴۵
Background image

معاون اداری ستره محکمۀ امارت  اسلامی افغانستان با هیئت جمهوری اسلامی ایران ملاقات کرد

محترم شیخ عبدالمالک (حقانی) معاون اداری ستره محکمه، محترم شیخ محمد شریف (حقانی) رئیس ریاست عالی تمیز مرکزی ستره محکمه، محترم مولوی عبدالوکیل (حقانی) رئیس عمومی دفتر مقام عالی ستره محکمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۵:۲۸
Background image

محاکم ولایت کندز طی دو هفته به (۴۲۴) دوسیه رسيدگی نموده است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت کندز، دواوين محکمۀ مرافعه، محکمۀ ابتدائیۀ شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱۶/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۳۰/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى و جزائی به. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۵:۱۵
Background image

محاکم ولایت پنجشیر طی يک ماه علاوه بر رسيده گی به (۵۳) دوسیه، به تعداد (۵۷) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت پنجشير، دواوين محکمۀ مرافعه، وثايق، محکمۀ ابتدائیه شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۱/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق) در بخش هاى حقوقى،. . .

بازگشت به اخبار