د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو مياشتو کې (۳۲۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو مياشتو کې له ( ۱/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر (۱/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۳۴۶) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د کندهار ښاري محکمې په دوو مياشتو کې (۱۱۴) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۵۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۵۷) دوسیې فیصله شوې دي.
په جزائي برخه کې:
د کندهار ښاري محکمې په يوه مياشت کې (۲۰۹) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۸۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۱۲۴) دوسیې فیصله شوې دي.