د تسلیت پیغام

m_admin
د تسلیت پیغام

{مِنَ المُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ 
فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا}
{وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ}
موږ د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د سیاسي دفتر د رئیس؛ لوی، پیاوړي او مجاهد رهبر ابو ابراهیم یحیی ابراهیم حسن السنوار د شهادت له امله د فلسطین غیرتي خلکو، مجاهدو وروڼو او دغه راز  ټول اسلامي امت ته تسلیت وایو.

هغه د صهیونیست رژيم پر وړاندې له قوي مبارزې وروسته په پوره مېړانه شهید او د الله تعالی لوري ته لاړ، په داسې حال کې چې د ژوند تر وروستۍ شېبې یې د غزې په با عزته ځمکه د خپلو وروڼو او سرتېرو ترڅنګ له ځانه ډېره قوي سرښندنه، پایداره مېړانه او فداکاري ثابت کړل.

ده خپل ژوند عادلانه اسلامي هیلې ته د خدمت لپاره وقف کړ، چې له مسجد الاقصی او د فلسطین له مبارکې خاورې دفاع یې ثبوت دی.

الله تعالی دې دغه ستر شهید وبخښي او د جنت د پراخو باغونو په نعمتونو دې ونازوي، له الله تعالی څخه غواړو چې هغه د سپېڅلو شهیدانو په زمره کې حساب کړي او پر هغو ټولو کسانو دې رحمت او کرم وکړي چې ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

دغه راز له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې دوی ته په جنت الفردوس کې د انبیاوو، صدیقینو، شهیدانو او صالحینو چې تر ټولو غوره کسان دي، درجې ورکړي.

له الله تعالی څخه غواړو چې زموږ په امت کې د ده صالح او وړ ځای ناستی پیدا کړي چې د هغه لارې ته دوام ورکړي، د جهاد بیرغ پر اوږه واخلي، ترڅو د بیت المقدس سپېڅلې خاوره د صهیونېست رژیم له ناولي وجود څخه آزاده، پاکه او په عزت سره د اسلامي امت غېږې ته راوګرځوي. 
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات
 شیخ عبدالحکیم (حقاني)

آخرین اطلاعیه ها

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت پکتیکا

آمریت حقوق ولایت پکتیکا به منظور تطبیق فیصله های محکمه ابتدائیه شهری این ولایت که جهت تطبیق به این ادراه مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با محکوم له قضیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما افراد مورد . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محاکم ولایات تخار وپکتیکا

آمریت های حقوق ولایات تخار وپکتیکا به منظور تطبیق فیصله های محاکم ابتدائیه شهری این ولایات که جهت تطبیق به این ادارات مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با محکوم له قضیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده اند، اما . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت کاپیسا

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت کاپیسا

بازگشت به اطلاعیه ها