خوست ولایت کې اتو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۴:۲۱
خوست ولایت کې اتو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنيت دېوان د پرېکړې په اساس اتو کسانو ته د رشوت، جعلکارۍ او فریبکارۍ په جرمونو؛ نن پنجشنبه (۱۴/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې شپږ مجرمين پر یوه ـ یوه کال تنفیذي بند او ۳۵ ـ ۳۵ دُرو تعزیري سزا، اووم مجرم پر دوه کاله تنفیذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا او وروستی مجرم پر یوه کال تنفیذي بند او ۳۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.

د تعزیري سزا د تطبيق په موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي محمد (مدني)، د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس مولوي نقیب الله (ذاکر)، قضائي او نظامي منسوبینو او عام هېوادوالو ګډون درلود.
یاد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمينو تطبیق شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۱:۱۷
Background image

د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا څلورو مجرمينو او دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې په اساس په ۱۳/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یادې محکمې په انګړ کې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او دوو کسانو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۱:۹
Background image

در محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز جلسۀ هماهنگی دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز؛ با اشتراک مولوی حبیب الرحمن (صهیب) معاون مقام آن ولایت، مولوی سیدالرحیم (ذوالفقار) آمر امنیت داخلی قوماندانی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۱:۵
Background image

در محکمۀ مرافعۀ ولايت لوگر جلسۀ اداری برگزار گرديد

تحت ریاست محترم مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت لوگر، با اشتراک رؤسای دیوان‌های مرافعه، رئیس محکمۀ شهری، رؤسای ولسوالی‌ها، آمر وثایق و آمر حقوق  آن ولایت به تاريخ ۱۱ /۴. . .

بازگشت به اخبار