د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې (۴۷۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۰۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۱:۵۴
د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې (۴۷۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۰۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، د بلخ زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱۸/ ۳/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۳۰ /۳ / ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۴۷۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۰۲) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۳۸۰) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۷) دوسیې فیصله شوې، (۱۲۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۹۲) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۹) دوسیې فیصله شوې، (۱۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۰۲) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۹:۵۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه ولسوالی نمک آب بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار، با همراهی مولوی دوست محمد (سروری) آمر حقوق محکمه مرافعه، به تاریخ 25 /3 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه ولسوالی نمک آب آن ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسۀ هفته‌وار دایر گردید

تحت رهبری شیخ عبدالخالق (امدادالحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 25 /3 /1448هـ ق جلسۀ هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی خیرالله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۵
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت نورستان جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری محترم مفتی عبیدالله (سلیم) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت نورستان؛ با اشتراک رؤسای دیوان‌های مرافعه، رئیس محکمه شهری و کارمندان اداری، به تاریخ ۲۳ /۳ /۱۴۴۸ هـ ق جلسه اداری دایر. . .

بازگشت به اخبار