د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال لپاره د دغه مقام د تکنالوژۍ آمریت د فایروال لایسنس او سرور دستګاه د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي؛ د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۹/۷/۱۴۰۳ هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه د سترې محکمې د مالي او حسابي چارو ریاست اړوند د قراردادونو د اسانتیا عمومي مدیریت ته وسپارئ؛ تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین په بانکي ډول (۵۰۰۰۰) افغانۍ ده، د آفرونو پرانیسته ۲۹/۷/۱۴۰۳ هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجو په ستره محکمه کې ترسره کېږي.
نوټ: د آفرونو د پرانیستې څخه تر مخ ناسته ۲۱/۷/۱۴۰۳ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.