د فراه د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د څلورو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۱:۵۲
د فراه د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د څلورو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

 د فراه ولایت د مرافعې محکمې رئیس محترم الحاج مولوي محمدګل (صیاد)، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي محمد اسماعیل (منصور) او د تحریراتو آمر شفیع الله (مدثر) په ۲۲/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د فراه ولايت د بکواه، ګلستان، فراه رود او بالابلوک ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د يادو محاکمو قضائي چارې، دوسیې، صادرې او واردې، اندراج او د عرایضو د ثبت برخې په پوره دقت وکتل شوې او د قضائي او اداري چارو د لا بهبود په موخه یاد پلاوي ورته لازمې لارښوونې وکړې.
په دې ليدنه کې د یادو ولسوالیو له زندانونو څخه هم ليدنه وشوه، د ټولو بندیانو احوال واخیستل شو، نومونه يې ولیکل شول او ډاډ ورکړل شو چې دوسيو ته به یې ژر رسېدنه کېږي.
د مرافعه محکمې پلاوي د ليدنو په وروستيو کې د یادو ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او جنائي مدیرانو سره ناسته وکړه، د مسايلو د حل په موخه يې یادو مسؤولینو ته لازم هدایات وکړل او د محکمې سره د همغږۍ په موخه يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده چې یاد سفر او ليدنه په ۲۴/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۵
Background image

محاکم ولايت دايکندی طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۱۳۷) دوسیه، به تعداد (۱۰۹) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت دايکندی، دواوين مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ (۱/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق الى ۱۵/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى، جزائی و وثايق به شرح. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۱
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز با رئیس عدلیه و آمر قضایای امارت آن ولایت ملاقات نمود

محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز؛ به تاریخ 17 /3/ 1447 هـ ق با قاری فراح الدین (محمدی) رئیس عدلیه ولایت و مولوی عزیزالله (حبیب) آمر قضایای امارت ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۵۷
Background image

هیئت مؤظف محکمۀ مرافعۀ ولایت بادغیس از محاکم ابتدائيۀ ولسوالی‌های سنگ آتش و  قادس آن ولایت بازدید نمود

هيئت محکمۀ مرافعۀ ولایت بادغیس تحت سرپرستی مولوی عبدالجمیل (حنیف) آمر دعوت ارشاد ریاست محکمۀ مرافعۀ با معیتی مولوی بها الدین (رحمت) عضو و مفتی دیوان امنیت عامۀ مرافعه و مفتی محمد هاشم. . .

بازگشت به اخبار