د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري، د ۱۴۰۳هـ ش مالي کال لپاره د کابورا لوژستیکي خدمتونو شرکت سره چې د جواز شمېره يې (۸۴۲۴۸-D) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په صدارت  څلورلارې کې موقعیت لري، د (۱۱۵۲۰۰۰) یو میلیون، یو سل او دوه پنځوس زره افغانیو په قیمت سره د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو لپاره د (۹) قلمه صحافي موادو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولای شي، په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۸
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت کابل

ریاست حقوق ولایت کابل به منظور تطبیق فیصله های محاکم این ولایت که جهت تطبیق به این اداره مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با محکوم له قضیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما اشخاص مورد نظر تاکنون به این . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۰
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت نیمروز

آمریت حقوق ولایت نیمروز به منظور تطبیق فیصله های محکمه مرافعه این ولایت که جهت تطبیق به این اداره مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با محکوم له قضیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما اشخاص مورد نظر . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت میدن وردگ

آمریت حقوق ولایت ميدان وردگ به منظور تطبیق فیصله های محکمه این ولایت که جهت تطبیق به این اداره مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با محکوم له قضیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما اشخاص مورد نظر تاکنون . . .

بازگشت به اطلاعیه ها