د زابل د مرافعه محکمې د عمومي رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۹:۵۳
د زابل د مرافعه محکمې د عمومي رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۱۰مه نېټه د زابل ولایت د مرافعه محکمې د رئيس محترم مفتي عبدالجليل (سفيان) په مشرۍ، د ټولو دېوانونو او آمريتونو د مسؤولينو، د دېوانونو د غړيو او د ښاري محکمې د رئيس په ګډون اداري غونډه وشوه.
ياده غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې محترم رئيس د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په چارو کې د برياوو غوښتنه وکړه.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وويل، د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست د هدايت سره سم د غونډې د ګډونوالو په اتفاق سره د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئيس مفتي عبدالودود (تائب) د دعوت او ارشاد د تدريسي کتاب د تدريس لپاره او د ښاري محکمې اړوند د امنيت عامه دېوان رئيس مولوي حاجي (اصغر) د همکار  په حيث ګډونوالو ته ور معرفي کړل.
د یادې غونډې په دوام يو شمېر نور موضوعات غونډې ته وړاندې شول، تر څو د ذکر شويو موضوعاتو د حل لپاره د ګډونوالو نظرونه واخلي، ټولو ګډونوالو په خپل نوبت سره د وړاندې شویو موضوعاتو د حل په موخه خپل نظرونه وړاندې کړل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار