د سترې محکمې د جزا دېوان رئیس لوګر ولایت ته سفر وکړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۳:۵۵
د سترې محکمې د جزا دېوان رئیس لوګر ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) ولایاتو ته د سفر په دوام د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانیه میاشتې په ۲۴مه نېټه لوګر ولایت ته سفر وکړ.
د دغه سفر عمده موخه د لوګر د والي صاحب په ګډون له ټولو ولایتي مسؤولینو سره د همغږۍ د ناستې جوړول او د ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د تقویې پر لارو چارو خبرې وې. 

د سترې محکمې د جزا دېوان رئیس یاد ولایت ته د سفر پر مهال د والي صاحب په ګډون له ټولو ولایتي اداري مسؤولینو سره ناسته وکړه، غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې محترم مفتي عتیق الله (دروېش) صاحب د غونډې ګډونوالو ته د عدالت د تأمین، ډاډمن امنیت، له مظلوم سره همکاري او د هغه فریاد اورېدلو، د فساد مخنیوي او د ولایتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر لارو چارو خبرې وکړې.
د جزا دېوان عمومي رئیس د غونډې ګډونوالو ته د اسلامي نظام تر چتر لاندې ادارو ترمنځ د همغږۍ د موجودیت پر اړتیا او ګټو تفصیلي خبرې وکړې وویل، د ټولو ادارو مسؤولین باید د اړتیا پر مهال له یو بل سره پوره همکاري وکړي، د دوی ترمنځ باید همغږي دومره قوي وي چې دښمن په هېڅ صورت په کې د جرم ترسره کولو فرصت پیدا نه کړي.

دغه راز نوموړي د افغانستان ځورېدلي ملت ته د خدمت ترسره کول د هر مسؤول مکلفیت وباله زیاته یې کړه، موږ باید خپل راسپارل شوي مسؤولیتونه په ښه ډول ترسره کړو، ولس ته نه ستړې کېدونکي خدمات ترسره کړو او د دوی د تېرو څه باندې ۴۰ کلونو پر ټپونو پټۍ ولګوو.
دغه راز د ناستې نورو ګډونوالو هم د همغږۍ او همکارۍ پر تقویه خبرې وکړې او خپل نظرونه او وړاندیزونه یې شریک کړل.
غونډې د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۲
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پنجشیر از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های آبشار، حصه‌اول و پریان آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد عثمان (عامر) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر؛ با همراهی مولوی عبدالرحمن (حنیف) رئیس دیوان امنیت عامه مرافعه، مولوی پردل (منیب) عضو محرر دیوان جزا مرافعه، مولوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۹
Background image

جلسه قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت کندز دایر گردید

تحت ریاست محترم محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعه ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، رئیس محکمۀ ابتدائیه شهری و رؤسای دواوین آن، مفتیان، آمرین ثبت اسناد و وثایق و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

جلسۀ قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت پروان دایر گردید

تحت ریاست الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمه مرافعۀ ولایت پروان؛ با اشتراک قضات دیوان‌های مرافعه، آمریت وثایق، محکمه ابتدائیه شهری و محاکم ولسوالی‌ها، قضات محکمه نظامی پروان. . .

بازگشت به اخبار