د زابل د مرافعه محکمې عمومي رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۰:۵۳
د زابل د مرافعه محکمې عمومي رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه


د ۱۴۴۵هـ ق کال د جمادی الأولی مياشتې په ۲۷مه نېټه د زابل ولایت د مرافعه محکمې محترم رئيس مفتي عبدالجليل (سفيان) په مشرۍ او د ياد رياست د دېوانونو، آمريتونو د مسؤولينو، د دېوانونو غړيو او د ښاري محکمې د رئيس په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.
ياده غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې محترم رئيس د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په چارو کې د بريا غوښتنه وکړه.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وويل، موږ او تاسو باید د کارونو د ښه اجرا او پر وخت تر سره کېدو لپاره د اصولو مطابق پر ټاکلي وخت خپلو وظيفو ته حاضر او پر ټاکلي وخت له دندو څخه رخصت شو، څنګه چې د مشرانو له لوري په هره اداره کې د ښه نظم لپاره د حاضرۍ کتاب اېښودل شوی، باید حاضرۍ ته جدي پاملرنه وشي، همداراز د دې لپاره چې زموږ او تاسو کارونه منظم شي بايد د فيصلو په ترتيب کې د اړوند دېوان يا ابتدائيه محکمې مسؤولين په ګډه د فيصلې مسوده جوړه کړي، وروسته يې محرر ته د فيصلې د ترتيب او نهايي ليکنې په هدف ورکړي، هغه به يې صفا او واضح ډول وليکي او فيصله به آماده کړي.
د غونډې په دوام محترم رئيس د مرافعه محکمې رياست اړوند مخزن د ښه حفاظت او ساتنې لپاره د وثايقو آمريت آمر ته هدايت وکړ چې مخزن ته بايد جدي پاملرنه وکړئ، ترڅو په مخزن کې پراته اسناد محفوظ وساتل شي، مخزن بايد د يو ځانګړي پلاوي له لوري د وثايقو آمر په مشرۍ د ضرورت پر وخت خلاص او بېرته مهرلاک شي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د چارو د ښه سمون په موخه د غونډې ګډونوالو خپل نظرونه وړاندې کړل او ياده غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۱۷
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا از محکمه اختصاصی و آمریت حقوق آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مولوی عزیزالرحمن (حقانی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت کاپیسا؛ با همراهی محمد احسان (احسان) آمر تحریرات، به تاریخ 22 /3 /1448هـ ق از محکمه اختصاصی و آمریت حقوق محکمه مرافعه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت غور جلسه قضائی و اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالکریم (ابوحمدالله صمیم) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت غور؛ با اشتراک رئیس محکمه نظامی، قضات محکمه ابتدائیه شهری و رؤسای دیوان‌های محاکم مرافعه و شهری، آمرین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۲:۴۹
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت فاریاب از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت فاریاب؛ با هیئت همراه‌اش، به تاریخ 22 /3 /1448 هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید بعمل آورد.
رئیس محکمه مرافعه. . .

بازگشت به اخبار