د کابل د ښاري ابتدائیه محکمې د دویم زون د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۹:۲۵
د کابل د ښاري ابتدائیه محکمې د دویم زون د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه


نن چهارشنبې (د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانیه میاشتې ۱۳مه نېټه) د کابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د نوي رئیس محترم مولوي عین الله (خلیل) د معرفت غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په  تلاوت پیل شوه، د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس الحاج مولوي کریم الله (زاهد)، د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس مولوي عبدالرحیم (راشد)، د کابل د ښاري ابتدائیه محکمې د څلورم زون رئیس مولوي عبدالرحمن (مطمئن)، د کابل د ښاري ابتدائیه محکمې د لومړي زون رئیس مولوي عبدالبصیر (مصعب)، د یاد ریاست د دېوانونو رئیسانو او منسوبینو ګډون درلود.
غونډې ته د څلورم زون رئیس مولوي عبدالرحمن (مطمئن) په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت عمده موخه په هیواد کې د شر او فساد له منځه وړل او د اسلامي نظام حاکمیت و، دا چې الله تعالی موږ له دې ستر نعمت څخه برخمن کړو نو د دې نعمت د شکر اداء کولو په موخه باید د الله تعالی پر ځمکه د الله (جل جلاله) قانون تطبیق او عدالت ترسره کړو.
نوموړي د مخکني رئیس د کارونو پر ستاینې سربېره نوي رئیس ته په چارو کې د بریالیتوب دعا وکړه.
ورپسې د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس مولوي عبدالرحیم (راشد) د دویم زون لپاره د نوي رئیس د مقررۍ پاڼه ولوستله او نوموړی یې په رسمي ډول ټولو حاضرینو ته معرفي کړ.
د کابل د ښاري ابتدائیه محکمې نوي رئیس محترم مفتي عین الله (خلیل) په خپلو خبرو کې د عدالت تأمین خپله اسلامي او شرعي وجیبه وګڼله او ژمنه یې وکړ ه چې د خپل ور سپارل شوي مسؤولیت په برخه کې به د اسلامي شریعت مطابق د هیوادوالو خدمت کوي.
غونډه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو د عمومي رئیس الحاج مولوي کریم الله (زاهد) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۲
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پنجشیر از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های آبشار، حصه‌اول و پریان آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد عثمان (عامر) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر؛ با همراهی مولوی عبدالرحمن (حنیف) رئیس دیوان امنیت عامه مرافعه، مولوی پردل (منیب) عضو محرر دیوان جزا مرافعه، مولوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۹
Background image

جلسه قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت کندز دایر گردید

تحت ریاست محترم محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعه ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، رئیس محکمۀ ابتدائیه شهری و رؤسای دواوین آن، مفتیان، آمرین ثبت اسناد و وثایق و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

جلسۀ قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت پروان دایر گردید

تحت ریاست الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمه مرافعۀ ولایت پروان؛ با اشتراک قضات دیوان‌های مرافعه، آمریت وثایق، محکمه ابتدائیه شهری و محاکم ولسوالی‌ها، قضات محکمه نظامی پروان. . .

بازگشت به اخبار