د پکتیکا د مرافعه محکمې عمومي رئيس د ياد ولايت د (۲۱) ولسواليو له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۰:۵۸
د پکتیکا د مرافعه محکمې عمومي رئيس د ياد ولايت د (۲۱) ولسواليو له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه


د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او د یادې محکمې د تحریراتو آمریت عمومي آمر احسان الله (احمدي) د درېیو بېلابېلو سفرونو په ترڅ کې د یاد ولایت د (۲۱) ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
 یاد سفرونه په ۶/ ۴/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه پيل شول، چې په ترڅ کې یې د خیرکوټ، جانيخېل، خوشامند، ډیله، وازیخوا، وړممي، تروو، چاربران، ګومل، برمل، شکین، سروبي، ګیان، نکه، زیړوک، ارګون، اومنه، یحي خېل، یوسف خېل، مټاخان او سروضه ولسواليو د ابتدائيه محاکمو قضائي، اداري چارې او اجراآت وارزول شول.
د پکتيکا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئيس د قضائي او اداري اجراآتو، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو او حکمونو، د سترې محکمې د متحدالمآلونو او نورو اړوندو مهمو هدایاتو د عملي او تطبیق کولو په اړه ټولو مسؤولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د يادو ليدنو په دوام د ابتدائیه محاکمو ستونزې او مشکلات له نږدې وکتل شول او ستونزو ته يې رسېدنه وشوه.
د سفرونو او ليدنو په پای کې د ولسواليو د ابتدائيه محاکمو قضاتو د مرافعه محکمې د عمومي رئيس له ورتګ څخه خوښي او رضايت څرګند کړ.
په دې سربېره د مرافعه محکمې رئیس د یادو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو ټولې ستونزې حل او د کارونو د چټکتیا په اړه یې مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د پکتيکا ولايت د مرافعه محکمې د عمومي رئيس دغه سفرونه په ۲۴/ ۴/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه ولسوالی هزار سموچ بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار؛ به تاریخ 4 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه ولسوالی هزار سموچ آن ولایت بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتاب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

اطلاعیه در باره ساعات کاری محاکم در شش ماه دوم سال ۱۴۰۵هـ ش!

بر اساس حکم شماره (۱ ج ۴۹۴)، مؤرخ ۲/۹/۱۴۴۳هـ ق زعیم امارت اسلامی افغانستان عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) در شش ماه دوم سال هجری شمسی «از اول ماه میزان تا پایان ماه حوت» تمامی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۹
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت غور از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

الحاج شیخ عبدالکریم ابوحمدالله (صمیم) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت غور؛ به تاریخ ۲ /۴ /۱۴۴۸ از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید بعمل آورد.
در این دیدار رئیس محکمه شهری، رؤساء و. . .

بازگشت به اخبار