د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ د کارونو د لا ښه تنظیم او چټکتیا په موخه اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۱:۴
د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ د کارونو د لا ښه تنظیم او چټکتیا په موخه اداري ناسته ترسره شوه


نن دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۸مه نېټه د سترې محکمې د اداري مرستیال محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب په مشرۍ د سترې محکمې د اداري چارو د لا ښه تنظیم چټکتیا په موخه اداري ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې چې د سترې محکمې د اداري معاونیت په دفتر کې ترسره شوه  د سترې محکمې د مقام د دفتر عمومي رئیس محترم مولوي عبدالوکیل (حقاني)، د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم حاجي مولوي کریم الله (زاهد)، د اداري معاونیت د دفتر رئیس محترم مولوي عبدالمتین (صمیم)، د استخدام او سوانحو رئیس محترم مولوي نقیب الله (انقیادي)، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم ملا محمود، د اداري چارو رئیس محترم سید مجیب الله (ځل) او د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد) ګډون درلود.
د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب د ناستې ګډونوالو ته هدایت وکړ چې خپلې رسمي چارې په بشپړ اخلاص او امانتدارۍ ترسره کړي، حاضرۍ ته پابندي وکړي، په کارونو کې دې سلسله مراتب په پام کې ولري او د رسمي کارونو پر مهال دې شخصي غوښتنې او کارونه له نظره وغورځوي.
محترم حقاني صاحب د ناستې له ګډونوالو وغوښتل چې ټول کارونه په نوبت او د سترې محکمې د کاري طرزالعمل مطابق په اصولي ډول ترسره کړي او ماتحت مسؤولینو ته دې د کارونو د اجرا قطعي هدایت کوي.
د سترې محکمې د اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب تر وینا وروسته په دې اداري ناسته کې د حاضرینو لخوا په یو شمېر اړینو مواردو تفصیلي خبرې وشوې او د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) په غونډه کې د ذکر شوو مواردو اړوند لازم هدایات شریک کړل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار