د زابل د شاه جوی ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ څو کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۰:۴۵
 د زابل د شاه جوی ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ څو کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول میاشتې په دویمه نېټه د زابل ولایت اړوند شاه جوی ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو او د یادې ولسوالۍ د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په دې ولسوالۍ کې د مېشتو دوو کورنیو څو کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

شاوخوا درې کاله مخکې د شاه جوی ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالدیان د عبدالرحمن زوی د دلاورخان په نوم یو کس د ځمکې پر سر د دعوی له امله د چاقو په ذریعه په قتل رسولی و، چې له امله د یادوو دوو کورنیو ترمنځ دښمني رامنځته شوې وه.

یاده قضیه د شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته د دې محکمې لخوا په غو ر او دقت وڅېړل شوه؛ وروسته د دې محکمې د رئیس محترم مولوي سعدالدین، د محکمې د مفتي محترم محب الله په هڅو او د جیدو علماء کرامو، قومي مشرانو او سپین ږیرو په همکارۍ یادې کورنۍ روغې جوړې ته تشویق او ترمنځ یې سوله وشوه.

د مقتول کورنۍ د شاه جوی ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د قضائي غړو، علماء کرامو او قومي مشرانو په حضور کې قاتل ته بخښنه وکړه او د اسلامي نظام شکرانه یې ادا کړه چې په برکت یې د دوی ترمنځ څو کلنه دښمني پای ته ورسېده.

د شاه جوی ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس وویل، موږ له خپل ملت سره هر وخت او هر ډول اصولي همکارۍ ته ژمن یو؛ ځکه دا ملت زموږ وجود او تن دی، هر درد یې زموږ درد دی.

نوموړي زیاته کړه، له مجرمینو سره به د شریعت مطابق چلندکېږي، د مظلوم له حق به دفاع کېږي او ظالم ته به د هغه د ظلم سزا ورکول کېږي.

        

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار