د بلخ محاکمو په دوو اونیو کې د (393)دوسیو په حل او فصل سربېره ( 401 )وثیقې هم اجرا کړې

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۳:۲۰
د بلخ محاکمو په دوو اونیو کې د (393)دوسیو په حل او فصل سربېره ( 401 )وثیقې هم اجرا کړې

په دغه راپور کې له 17 /2 /1445هـ ق نېټې څخه تر29 /2 /1445 هـ ق نېټې پورې د بلخ ولایت اړوند مرافعه محکمې، د زون نظامي محکمې،  د ښاري محکمې د دېوانونو او ټولو ابتدائیه محاکمو او د وثایقو د امریت قضائي او حقوقي  اجراآت شامل دي.

په حقوقي ( مدني او تجارتي) برخه کې :

په یاده موده کې د بلخ ولایت محاکمو ته (192) بېلا، بېلې حقوقي (مدني او تجارتي) دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

 له دې ډلې (52) دوسیې فیصله شوې دي، (37) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (144) دوسیو په اړه قرار  قضائي صادر شـــــوي او نورې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په یاده موده کې د بلخ ولایت محاکمو ته (117) بېلا، بېلې جزائي دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شــمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (63) دوسیې فیصله شوې دي، (23) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي، د (74) دوسیو په تړاو قرار قضائي صادر شوي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

دغه راز په همدې موده کې (۴۰۱) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا شوې دې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار