د زابل ولایت د ښاري محکمې له لوري (۹) متهمینو ته تعزيري سزا ورکړل شوه
نن یکشنبه د روان ۱۴۴۵ ھـ ق کال د ربيع الاول مياشتې په دویمه نېټه د زابل ولایت د مرافعه او ښاري محکمې په انګړ کې د یوې ښځې په ګډون (۹) کسانو ته د غلا، نامشروع اړيکو او غير شرعي واده کولو د جرمونو په اساس، د ښاري محکمې رياست د جزا دېوان په حکم تعزیري سزا ورکړل شوه.
ياد تعزيرات په داسې حال کې ترسره شول چې د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ مولوي نقيب الله (اخندزاده) صاحب، د ښاري محکمې رئيس محترم مولوي فضل الرحمن (فضلي)، د مرافعه او ښاري محاکمو ټولو قضائي او اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر مراجعينو شتون درلود.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه، ورپسې د مرافعه محکمې رئیس محترم شيخ نقيب الله (اخندزاده) صاحب په اسلامي نظام کې مجرمينو ته د تعزيراتو ورکولو پر اهميت او د ټولنې پر اصلاح مفصلې خبرې وکړې.
وروسته په تعزير بالضرب سره محکوم شويو کسانو ته تعزير ورکړل شو او د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.