د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه پلاوي د دایکنډي ولایت د څلورو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۵:۹
د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه پلاوي د دایکنډي ولایت د څلورو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

د سترې محکمې اړوند د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه پلاوي چې په تشکیل کې یې محترم الحاج مولوي محمد هاشم (الهام)، محترم مولوي گلبدین (حمیم) او محترم مولوي عبدالعلي (ابوسلیم) موجود وو،  د جنوب غرب زون د تمیز عالي مقام او د سترې محکمې د قضائي معاونیت د هدایت په اساس د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۱۳مه، ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د دایکنډي ولایت د پاتو، خدیر، سنګتخت او اشترلي ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او د یادو محاکمو له زندانونو څخه لیدنه وکړه.

د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست دغه پلاوي د خپل سفر په جریان کې په ترتیب سره لومړۍ د یادې هرې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د عرایضو د ثبت کتاب، د حقوقي او جزائي دوسیو د ثبت کتاب، صادره او وارده او د رسیداتو کتابونو علاوه د حاضرۍ کتابونه هم له نږدې وکتل.

پر دې سربېره یاد باصلاحیته پلاوي د دغو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو لخوا صادرې شوې فیصلې په غور او دقت وڅېړلې او د فیصلو د صادرېدو په اړه یې د یادو محاکمو له مسؤولینو څخه بشپړ جزئیات وغوښتل.

د قضائي تفتیش دغه پلاوي د یادو ابتدائیه محاکمو قاضي صاحبانو ته په اصولي او اعلی طریقه د صادرې او واردې کتاب او د فیصلو د معیاري کېدو په اړه لازم هدایات او لارښوونې وکړې.

وروسته د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست دغه پلاوي د دایکنډي ولایت د یادو ولسوالیو له زندانونو څخه لیدنه وکړه او د زندانیانو د وضعیت په اړه یې له هغوی بشپړ معلومات ترلاسه کړل.

دغه راز  د قضائي تفتیش پلاوي د دایکنډي ولایت د پاتو، خدیر، سنګتخت او اشترلي ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو له مدیرانو او نورو مسؤولینو سره وکتل او په اړوند موضوعاتو یې وسره بحث او خبرې وکړې.

باید وویل شي چې د قضائي تفتیش یاد پلاوي د خپل سفر په دوام د دایکنډي ولایت له مرستیال والي محترم الحاج مولوي احسان الله (اخندزاده)، امنیه قوماندان محترم الحاج مولوي عبدالحکیم (رفیع الله)،‌ د مرافعه محکمې له رئیس محترم مولوي عبدالکریم (محمدي) او د استخباراتو له رئیس محترم مولوي ‏عبیدالله (فیضاني) سره د ولایت په مقام کې وکتل.

د سترې محکمې د تفتیش هيئت په دې لیدنه کې دايکنډي ولايت ته د خپل سفر موخه د یاد ولایت د محاکمو د حالت څېړنه او د ادارو، امنيتي ارګانونو او محاکمو ترمنځ د لازمې همغږۍ رامنځته کول وبلل او وويل چې د اسلامي شریعت احکامو د ښه تطبيق لپاره لازمه ده چې ادارې له يو بل سره په همغږۍ کار وکړي؛ عدالت باید د اسلامي امارت د کار اساس وي، ځکه عدالت دولت پیاوړی کوي او خلک له دولت سره نږدې کوي.

بلخوا د دايکنډي ولايت مقام دغه پلاوي ته د ښه راغلاست په ویلو د رياستونو د بشپړې همغږۍ يادونه وکړه، وويل چې د محاکمو په کاري بهير کې د لا زیات شفافيت او په ټاکلي وخت قضایاوو ته د رسېدو هيله لري.

په دې غونډه کې د دايکنډي محترم مرستیال والي په کاري بهير او د قضيو په حل او فصل کولو کې د روڼتيا د رامنځته کېدو په موخه د قاضيانو بدلون او تبدیلي هم ګټوره وبلله.

 

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب جلسه هماهنگی هيئت رؤیت هلال برگزار گردید

تحت رهبری الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب؛ با اشتراک والی آن ولایت، مولوی محمد صادق (ثاقب) رئیس امربالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، رؤسای معارف، محکمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امدادالحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 23 /4 /1448هـ ق، جلسه هفته‌وار  دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت لغمان از محکمه نظامی نورستان غربی و لغمان بازدید نمود

محترم الحاج شیخ سخی الرحمن (فایز) رئیس محکمه مرافعه ولایت لغمان؛ به تاریخ 21 /4 /1448هـ ق از محکمه نظامی نورستان غربی و لغمان بازدید به عمل آورد.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء. . .

بازگشت به اخبار