د پکتیا د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۴:۴۳
د پکتیا د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

سه شنبه ۷ / ۱ / ۱۴۴۵ ھ ق نېټه د پکتیا ولایت مرافعه محکمې د ریاست په مقر کې د ذیربطو ارګانونو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس مفتي امان الله «منقاد حقاني»، د پکتیا ولایت ښاري ابتدائيه محکمې رئيس مولوي محمدرحیم «نعماني»، د پکتیا ولایت مرافعه محکمې او د ښاري ابتدائيه محکمې ریاست قضائي غړو، د حقوقو آمر مفتي عزت الله«محمدي»، د پکتیا ولایت استخباراتو د تحقیق مدیر مولوي نعمان، د پکتیا ولایت د محبس رئيس مولوي سهیل «سعید»، د پکتیا ولایت د ترافیکو عمومي مدیر مولوي محمد«منصور»، د پکتیا ولایت د جنايي عمومي مدیریت غړی مولوي محمد یونس«همدرد» او د مرافعه محکمې اداري کارکوونکو ګډون درلود.

ناسته د پکتیا ولایت روحاني بابا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې سرپرست رئيس مولوي «عبدالسمیع» لخوا د قرانکریم په مبارکو آیاتونو پیل شول.

د ناستې پیلیزي خبرې د پکتیا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس مفتي امان الله «منقاد حقاني» لخوا وشوې، په پیل کې یې د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او ګډونوالو ته یې د ښه صحت د لرلو غوښتنه وکړه، همدارنګه په خپلو خبرو کې یې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د محاکمو د قضائي او اداري امورو پر نیمګړتیاوو، د خلکو سره یې پر ښه چلند، پر ښه حکومتولۍ او د اسلامي امارت د مشرانو پر اطاعت یې د ناستې ګډونوالو ته اصلاحي ویناوې وکړې.

همدارنګه د غونډې په ترڅ کې د پکتیا ولایت ښاري ابتدائيه محکمې رئيس مولوي محمد رحیم «نعماني» پر اسلامي نظام ، د اسلامي نظام پر ټینګښت، بقاء او قیام یې خبرې وکړې، د اسلامي امارت د مشرانو پر اطاعت او په اسلامي نظام کې یې د نظام د کارکوونکو پر صورت او سیرت رڼا واچوله، همدا راز محاکم یې په اسلامي نظام کې ځانګړې اداره وبلله، او د محاکمو او استخباراتو، د محاکمو او امنیې قوماندانۍ ، د محاکمو او محبس ، د محاکمو او عدلیې ریاست او د محاکمو او د ترافیکو مدیریت تر منځ یې ارتباطي اړیکې وڅیړلې او د هرې ادارې ارتباط یې د محاکمو سره په جلا جلا ډول شرحه کړل او د یادو ادارو نیمګړتیاوې مسؤلو کسانو ته بیان کړې.

د ناستې په ترڅ کې د پکتیا ولایت استخباراتو استازي، د پکتیا ولایت امنیې قوماندانۍ استازي، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د حقوقو آمر، د پکتیا ولایت د محبس رئیس، د پکتیا ولایت ترافیکو عمومي مدیر خبرې وکړې، خپلې ستونزې یې د پکتیا ولایت مرافعه محکمې له عمومي رئيس سره شریکې کړې او یادو مسؤلینو د پکتیا ولایت مرافعه محکمې له رئيس سره وعده وکړه چې ان شاء الله موږ به تل له محاکمو سره همغږې پاتې کیږو او خپلو امورو ته به په وخت سره رسیدګي کوو.

ناسته په صمیمانه فضاء او د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۲
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پنجشیر از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های آبشار، حصه‌اول و پریان آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد عثمان (عامر) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر؛ با همراهی مولوی عبدالرحمن (حنیف) رئیس دیوان امنیت عامه مرافعه، مولوی پردل (منیب) عضو محرر دیوان جزا مرافعه، مولوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۹
Background image

جلسه قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت کندز دایر گردید

تحت ریاست محترم محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعه ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، رئیس محکمۀ ابتدائیه شهری و رؤسای دواوین آن، مفتیان، آمرین ثبت اسناد و وثایق و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

جلسۀ قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت پروان دایر گردید

تحت ریاست الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمه مرافعۀ ولایت پروان؛ با اشتراک قضات دیوان‌های مرافعه، آمریت وثایق، محکمه ابتدائیه شهری و محاکم ولسوالی‌ها، قضات محکمه نظامی پروان. . .

بازگشت به اخبار