د پکتيکا د مرافعه محکمې د رئيس او ياد ولايت د علماوو شورا او امر بالمعروف رئيسانو او د قضاياوو د آمر تر منځ غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۳:۳۷
د پکتيکا د مرافعه محکمې د رئيس او ياد ولايت د علماوو شورا او امر بالمعروف رئيسانو او د قضاياوو د آمر تر منځ غونډه وشوه

سه شنبه ۱۴۴۵/۱/۲ ھ ق د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» او د یاد ولایت د علماوو شورا او امر بالمعروف ریاستونو د رئیسانو او د امارت د‌ قضایاوو د آمر ترمنځ د ځینو اړینو موضوعاتو په اړه غونډه دائره شوه.

یاده غونډه چې د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې د رئیس الحاج مفتي عبیدالله«خالد» په مشرۍ جوړه شوې وه، پکښې د یاد ولایت د علماوو شورا او امر بالمعروف رئیسانو او د امارت د قضایاوو آمر ګډون کړی وو.

غونډه د پکتیکا ولایت د محاکمو عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» په هر اړخیزه او عالمانه وینا سره پیل شوه، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې د خلکو د‌ حقوقو د ضائع کېدو د مخنیوي او شته ستونزو ته په وخت سره د رسېدو په خاطر دا ډول خپل منځي جلسې ضروري وبللې، تر څو شته ستونزو او مشکلاتو ته پکښې د حل لاره پیدا شي او په وخت سره رسیدګي ورته وشي.

خالد صاحب د امارت د قضایاوو له آمر سره د امارتي ځمکو په اړه هم خبرې وکړې، تر څو خداس مه کړه چې یادې ځمکې د اشخاصو لخوا حیف او میل نشي.

د علماوو شورا  او د امر بالمعروف رئیسانو په عموم کې د ولایت په سطحه د شته ستونزو د لمنځه وړلو او عامو خلکو د بې ځایه تکلیف او د هغوی ستونزو او مشکلاتو ته په وخت سره د رسیدګي په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او دا ډول اداري جلسې یې ضرور وبللې، تر څو پکښې ستونزو ته حل لاره ولټول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب جلسه هماهنگی هيئت رؤیت هلال برگزار گردید

تحت رهبری الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب؛ با اشتراک والی آن ولایت، مولوی محمد صادق (ثاقب) رئیس امربالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، رؤسای معارف، محکمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امدادالحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 23 /4 /1448هـ ق، جلسه هفته‌وار  دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت لغمان از محکمه نظامی نورستان غربی و لغمان بازدید نمود

محترم الحاج شیخ سخی الرحمن (فایز) رئیس محکمه مرافعه ولایت لغمان؛ به تاریخ 21 /4 /1448هـ ق از محکمه نظامی نورستان غربی و لغمان بازدید به عمل آورد.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء. . .

بازگشت به اخبار