لغمان ولایت کې پر یوه قاتل د قصاص الهي حکم تطبیق شو

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۱:۵۱
لغمان ولایت کې پر یوه قاتل د قصاص الهي حکم تطبیق شو

 

نن سه شنبه (۱۴۴۴/۱۲/۲ ھ.ق نېټه) د لغمان ولايت مقام تر څنګ عیدګاه مسجد کې پر یوه قاتل د قصاص الهي حکم تطبیق شو.

د اجمل په نوم دغه قاتل د  نسيم زوی د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالۍ فعلي اوسېدونکی و.

په دوو مرحلو کې دا قتلونه تر سره شوي وه، چې لومړی قتل یې د ناریه اسلحو په توسط د شپې په یوه بجه کور ته په اووښتلو سره د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ د اوسېدونکي جمعه خان اولادونه هر یو اسحاق، حکیم الله، حقیار او لایقه وژلي، او په دوهمه مرحل کې د ټوپک په ذریعه سیدولي مشهور په شینا ولد جمعه خان وژلی.
د ننګرهار زون د ابتدائیه محکمې له لوري په اوله دعوی کې د مدعي د شاهدانو د نه موجودیت او د مدعي له لوري مدعي علیه ته د قسم په نه ورکړي قضاء بالترک فیصله صادره کړه، او په دوهمې دعوی کې فیصله قضاء بالالزام بناء په اقرار صادره کړه.
دغه موضوع د اسلامي امارت محاکمو ته له راجع کېدو وروسته د اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو (ابتدائیه، مرافعه او تمیز) لخوا په ډېر دقیق ډول وڅېړل شوه چې د هرې محکمې لخوا پرې د قصاص حکم صادر شو.

وروسته دغه حکم د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمین حفظه الله حضور ته د تائید لپاره وړاندې شو.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا هم د دې موضوع په اړه د وروستي احتیاط په منظور فوق العاده څېړنه وشوه او له علماء کرامو سره په یوه ستره مجموعه کې پرې بحث وشو چې په پای کې یې پر قاتل د قصاص شرعي حکم تائید او د هغه د تطبیق امر یې ورکړ.

د دغه حکم د تطبیق لپاره د هیواد سترې محکمې ته هدایت وشو چې د قصاص یاد حکم باید نن سه شنبه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې په ۲مه نېټه د لغمان ولایت په مرکز کې تطبیق کړي.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د سترې محکمې د جزاء دېوان عمومي رئيس مفتي عتیق الله( درویش)، د اسلامي امارت ګڼ شمېر مسؤولینو او عامو هيوادوالو برخه اخیستې وه.

غونډه په هیواد کې د سرتاسري امنیت د لاټینګښت، د خلکو شرعي حقونو ته د لا رسېدا او د اسلامي شریعت د لا ښه تطبیق لپاره په دعاء او د مقتول د وارثینو لخوا د قاتل په وژنه او په دې اړوند د الله تعالی د ستر حکم قصاص په تطبیق پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب جلسه هماهنگی هيئت رؤیت هلال برگزار گردید

تحت رهبری الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب؛ با اشتراک والی آن ولایت، مولوی محمد صادق (ثاقب) رئیس امربالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، رؤسای معارف، محکمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امدادالحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 23 /4 /1448هـ ق، جلسه هفته‌وار  دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت لغمان از محکمه نظامی نورستان غربی و لغمان بازدید نمود

محترم الحاج شیخ سخی الرحمن (فایز) رئیس محکمه مرافعه ولایت لغمان؛ به تاریخ 21 /4 /1448هـ ق از محکمه نظامی نورستان غربی و لغمان بازدید به عمل آورد.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء. . .

بازگشت به اخبار