د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئيس د يوه پلاوي په مشري د سروبي، ده سبز او قره باغ ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه څارنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۴:۲۵
د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئيس د يوه پلاوي په مشري د سروبي، ده سبز او قره باغ ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه څارنه وکړه

 

د ۶/۴/ذوالقعدې/۱۴۴۴ ھ. ق نېټو د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور "رشاد آخندزاده" صاحب په مشرۍ، د مرافعه محکمې تجارتي دېوان رئیس ښاغلي مولوي عبدالله "اسرار" او د تحريراتو عمومي مدير ښاغلي عنایت الرحمن "صافي" په ګډون د سروبي، ده سبز او قره باغ  ولسوالیو ابتدائيه محاکمو څخه د څارنې او کنټرول په موخه لیدنه وکړه.

ياد پلاوي د ذوالقعدې په څلورمه نېټه د سروبي ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه او د يادې محکمې د قضائي او اداري چارو تر څېړلو وروسته يې نيمګړتياوي په ګوته کړې او د حل په موخه يې بشپړې لارښوونې وکړې.
وروسته د يادې محکمې د مسلکي غړو او د حقوقو مديريت د مدیر په ګډون غونډه جوړه شوه، په دې غونډه کې د حقوقو مدیر ته لارښوونه وشوه، چې خپلې چارې له محکمې سره په همغږۍ ترسره کړي او د ستونزو په صورت کې دي له محکمې څخه لارښوونې وغواړي.

ورپسې د ذوالقعدې  میاشتې په اوومه نېټه د مرافعه محکمې  عمومې رئیس ښاغلي رشاد صاحب او صافی صاحب د ده سبز او قره باغ ولسوالیو ابتدائيه محاکمو ته ورغلل، په پیل کې د ده سبز ولسوالۍ د قضائي او اداري چارو له ارزونې وروسته د شته ستونزو د حل په اړه لازم هدایات وکړل، له ارزونې وروسته د یادې ولسوالۍ د مرستیال ښاغلي مولوي اقا محمد "حقاني"، د ولسوالۍ امنیه قوماندان ملا عبدالقیوم "ذاکر الله" او د حقوقو مدیریت مدیر په ګډون د همغږۍ غونډه جوړه شوه، په دې ناسته کې ښاغلي رشاد صاحب وویل:  د ولسوالۍ د هرې ادارې  کار کوونکي باید له یو بل سره په همغږۍ خپلې دندې ترسره کړي.
همدارنګه حاضرینو د مرافعه محکمې ښاغلو پلاوو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه، چې د ده سبز ولسوالۍ ټولي ادارې الحمد لله په پوره همغږۍ سره خپلې چارې پرمخ وړي.
په همدې ورځ ياد پلاوي د قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته ولاړ او د يادې محکمې قضائي او اداري چارې يې وڅېړلې او د شته ستونزو د حل په موخه يې لازمې لارښوونې وکړې.
وروسته د حقوقو مدیریت ته د نورو ولسوالیو د حقوقو مدیرتونو په شان هدایات وشوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب جلسه هماهنگی هيئت رؤیت هلال برگزار گردید

تحت رهبری الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب؛ با اشتراک والی آن ولایت، مولوی محمد صادق (ثاقب) رئیس امربالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، رؤسای معارف، محکمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امدادالحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 23 /4 /1448هـ ق، جلسه هفته‌وار  دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت لغمان از محکمه نظامی نورستان غربی و لغمان بازدید نمود

محترم الحاج شیخ سخی الرحمن (فایز) رئیس محکمه مرافعه ولایت لغمان؛ به تاریخ 21 /4 /1448هـ ق از محکمه نظامی نورستان غربی و لغمان بازدید به عمل آورد.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء. . .

بازگشت به اخبار