زابل ولایت کې د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه

د زابل ولایت شهر صفا ولسوالۍ کې د مقتول کورنۍ د علماء کرامو په منځګړیتوب قاتل ته بخښنه وکړه.
د یاد قتل موضوع د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا تر جدي څېړنې لاندې وه چې بالآخره علماء کرام د مقتول وارثنیو ته ورغلل.
د مقتول کورنۍ د علماء کرامو په منځګړیتوب قاتل ته قصاص معاف او دیت یې ورڅخه واخیست.
د یادونې وړ ده چې یاده موضوع د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۵مه نېټه په رسمي ډول پای ته ورسېده.