د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې ریاست د اداري جلسې ناسته تر سره شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۰:۵۴
د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې ریاست د اداري جلسې ناسته تر سره شوه.

په  ۲۶ / ۱۰ / ۱۴۴۴ هـ.ق نېټه د پکتیا ولایت ښاري ابتدائيه محکمې په ریاست کې د قاضیانو او اداري کارکوونکو تر منځ اداري ناسته تر سره شوه، یاده ناسته د قرآنکریم په مبارکو آیاتونو پیل شوه، ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوی کلیم الله (قانت حقاني) د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل.
مولوي کلیم الله (قانت حقاني) په خپلو خبرو کې  یادونه وکړه، کله چې د ښاري ابتدائيه محکمې ریاست له خوا له اړوند دېوانونو څخه اونیز، میاشتنی، ربعوار  او کلني راپورونه غوښتل کیږي باید په وخت سره رسیدګي ورته وشي او راپور دې ښاري ابتدائيه محکمې ریاست ته په وخت سره راولیږل شي.
ښاغلي قانت مولوي صاحب د شهادت په مورد د مجلس ګډونوالو ته سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه هر کله چې کوم کس د دواوینو لخوا د شهادت په موخه راغوښتل کیږي باید د شاهدي ټول الفاظ یې په سکون او آرام ډول واورېدل شي او د شاهدي الفاظ یې ټکي په ټکي د کاغذ پر پاڼه ولیکل شي او همدارنګه په دوسیو کې یې د منقولو اموالو د تضمین په ډول د اخیستلو د مخنیوي په هکله خبرې وکړې.
 ناسته د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار