د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي ریاست پلاوي د کابل ولایت د محاکمو د اجراآتو څېړنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۰:۱۵
د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي ریاست پلاوي د کابل ولایت د محاکمو د اجراآتو څېړنه وکړه

د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم (حقاني) حفظه الله په هدایت د قضائي تفتیش د عمومي رئیس مفتي محمدابراهیم جان (ابوالحفاظ) په مشرۍ یوه پلاوي  چې په تشکیل کې یې مولوي عبدالولي (مصباح)، مولوي عبدالبصیر(غزنوي)، مولوي عبدالوارث (سعید)، مولوي روزي  محمد(زمیل)، مولوي سیف الرحمن (ذاکر)، مولوي ضیاإلرحمن (عاصم)، مولوي عطاءالله (انوش)  او مولوي عبدالرحمن (مخدوم ) موجود وو، د 1444 هجري قمري کال د رمضان میاشتې په (7)مه نېټه د کابل ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو پر څېړنې د کابل ولایت له زندانونو او توقیف خونو لیدنه وکړه.

د یاد پلاوي د خپلې کاري کړنلارې له مخې د یاد ولایت د (14) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو او د کابل ولایت د مرافعه محکمې اړوند ټولو دېوانونو  څخه او ورپسې یې د یاد ولایت د ښاري محاکمو د ریاستونو اړوند دېوانونو څخه په جلا، جلا توګه لیدنه اوڅېړنه وکړه.

 د سترې محکمې د قضائي تفتیش یاد پلاوي په کابل ولایت کې د اختصاصي، نظامي، تجارتي الف او ب، نشه يي موادو، بانکي او مالیاتي محاکمو دوسیې، دفتري کارونه او اجراآت وڅېړل.

یاد پلاوي د محاکمو د تېر یوه کال کړنې په دقیقه او هراړخیزه توګه بررسي کړې او د مثبتو نقاطو ستاینه یې وکړه، په قضائي او اداري کړنو کې یي خلاوې او نواقص ورته په نښه کړل او په اړه یې مربوطه مسؤولینو ته لازمې توصیې وکړې.

همدا راز د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي ریاست پلاوي د یاد ولایت له زندانونو او توقیف خانو څخه لیدنه وکړه، په یادو زندانونوکې یې نارینه، ښځینه، ماشومان او له دغه جملې څخه بې سرنوشته بندیان تشخیص کړل، له مربوطه محاکمو سره یې د هغوی په اړه لازم تصمیمونه ونیول، همدا راز یې د ټولو بندیانو ستونزې له مربوطه ادارو سره شریکې کړې او په اړه یې ورته لازمې توصیې او لارښوونې وکړې.

د نوموړي هیئت د پلټنیز بهیر په جریان کې د یادو محاکمو د قضائي او اداري چارو هراړخیزه پلټنه  ترسره شوه، چې د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو په اړه یې بشپړ معلومات ترلاسه کړل او د چارو د لا سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

 د قضائي تفتیش دغه هیئت د محاکمو اړوند شته ستونزې او کاري خنډونه له ځان سره نوټ کړل او په لومړي قدم کې یې د ښاري محاکمو په دېوانونو کې شته ستونزې د ښاري محاکمو له رئیسانو سره شریکې کړې، ورپسې یې د ستونزو د هواري، د خنډونو د له منځه وړلو او د نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د کابل ولایت د محاکمو له رئیسانو سره تفاهمي ناسته ترسره کړه.

دغه پلاوی د کابل ولایت په مخزن کې د شاوخوا (11000) مختلف النوع وثایقو څخه لیدنه او څېړنه وکړه.

له بله پلوه د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت په اساس د قضائي پلټنې عمومي ریاست  د بندیانو د ارزونې په کمېسیون کې دغړیتوب او د یاد کمېسیون د ارزونې له مخې د رمضان مبارکې میاشتې په جریان کې د بې سرنوشته یا هغه بندیانو چې جرم یې کم وو او په توقیف کې یې ډېر وخت تېرشوی وو، د خوشي کولو په هکله ګډ تصمیمونه  ونیول.

دغه راز د قضائي تفتیش مسلکي غړو د عادي پلټنې پر مهال په یاد ولایت کې (16) اقتضائي  موضوعاتو ته رسېدنه وکړه.

یاد پلاوي د محاکمو په وړاندې شته ستونزې او د خلکو شکایتونه په دقیقه او هراړخیزه توګه وڅیړل.

د قضائي تفتیش د پلټنې هیئت د 1444 هجري قمري کال د شوال میاشتې په (17) نېټه خپل پلټنیز بهیر په داسې حال کې چې له لاسته راوړنو ډک وو، پای ته ورساوه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار