د کونړ مرافعه محکمې او اړوند ابتدائیه محاکمو ته د حقوقو آمریت او مدیریتونه انتقال شول

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۹:۵۸
د کونړ مرافعه محکمې او اړوند ابتدائیه محاکمو ته د حقوقو آمریت او مدیریتونه انتقال شول

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د (۱۷۶۹) ۶/۴/۱۴۴۴ هـ ق ګڼې حکم د هدایت په اساس  د روان 1444 هجري قمري کال د رمضان میاشتې په ۱۷مه د کونړ ولایت د محاکمو ریاست د غونډو په تالار کې محاکمو ته د حقوقو آمریت د انتقال د پروسې په هکله غونډه ترسره شوه.

د یادې غونډې مشري د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم عزیز الرحمن «حقاني» کوله، په غونډه کې د کونړ ولایت ښاري محکمې رئيس مولوي محمد ایوب (قلم)، د محاکمو د دېوانونو رئیسانو او یو شمېر نورو مسؤولینو او د حقوقو آمریت د مرکز او ولسوالیو ټولو مسؤولینو حضور درلود.

د غونډې په پیل کې محترم مولوي عزیز الرحمن «حقاني» ګډونوالو ته په ورسپارل شویو دندو کې د صداقت، ایماندارۍ او شفافیت هدایت او سپارښتنه وکړه.

نوموړي حاضرۍ ته پر پابندۍ د ټینګار تر څنګ په ټولو حقوقي موضوعاتو کې اړوند مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د موضوعاتو په ترتیبولو کې د پوره غور او دقت وکړي.

دغه راز د کونړ ولایت د ښاري محکمې رئیس محترم مولوي  محمد ایوب «قلم» هم په خپل وار د غونډې ګډونوالو سره لازمې لارښوونې شریکې کړې .

ورپسې د کونړ ولایت د عدليې رئیس محترم مفتي عبدالستار «حماس» د محاکمو ریاست ته د حقوقو آمریت د انتقال په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او د یاد آمریت کارکوونکو ته یې په خپلو ورسپارل شوو دندو کې د شفافیت غوښتنه وکړه.

د غونډې په دوام د حقوقو آمریت د ټولو کارکوونکو په استازیتوب د حقوقو آمر خپل نظریات او لارښوونې شریکې کړې، د مرافعه محکمې رئیس ته یې د خپلو اجراآتو څخه ډاډ ورکړ او د اړوند ولسوالیو  مدیرانو او مسلکي غړو ته یې په اجراآتو کې د مسلکيتوب سپارښتنه وکړه.

د غونډې په پای کې د مرافعه محکمې رئیس د حقوقو آمریت ټولو منسوبینو ته د هر راز همکارۍ او لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.

غونډه د محترم مولوي محمد ایوب « قلم» په دعائیه کلماتو پای ته ورسېده.

باید وویل شي چې له غونډې وروسته حقوقو آمریت د انتقال پروسه د تعین شوي پلاوي په حضور کې ترسره شوه او د حقوق ریاست د پرسونل لپاره یې د محاکمو ریاست په دفتري تعمیر کې د اموراتو د سرته رسولو په موخه مناسب ځایونه په واک کې ورکړل او په خپلو ورسپارل شوو دندو یې پیل وکړ.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۰
Background image

محاکم ولايت کاپیسا طی يک ماه علاوه بر رسيدگی به (۲۹۷) دوسیه، به تعداد (۱۴۴) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیه شهرى و ابتدائیه ولسوالى‌های ولایت کاپیسا طی یک ماه (از ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسيدگی به (۲۹۷) دوسیه، به تعداد (۱۴۴) قطعه وثایق را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۲
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پنجشیر از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های آبشار، حصه‌اول و پریان آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد عثمان (عامر) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر؛ با همراهی مولوی عبدالرحمن (حنیف) رئیس دیوان امنیت عامه مرافعه، مولوی پردل (منیب) عضو محرر دیوان جزا مرافعه، مولوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۹
Background image

جلسه قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت کندز دایر گردید

تحت ریاست محترم محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعه ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، رئیس محکمۀ ابتدائیه شهری و رؤسای دواوین آن، مفتیان، آمرین ثبت اسناد و وثایق و. . .

بازگشت به اخبار