د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د نوي رئیس معرفت غونډه ترسره شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۱۱:۲۳
د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د نوي رئیس معرفت غونډه ترسره شوه

د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رمضان میاشتې په ۱۳مه نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د ریاست په تالار کې د یادې محکمې لپاره د نوي ټاکل شوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د پکتیا ولایت مقام مرستیال والي محترم مولوي انعام الله (صلاح الدین)، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې پخواني رئيس محترم الحاج مفتي عبیدالله (خالد)، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې ریاست لپاره نوي ټاکل شوي رئیس محترم مولوي امان الله (منقاد حقاني)، د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس محترم مولوي کلیم الله (قانت حقاني)، د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس محترم مولوي محمد رئيس (محمدي)، له پکتیکا ولایت څخه راغلو مېلمنو او د پکتیا ولایت د نورو ادارو رئيسانو او مسؤولینو شتون درلود.

جوړه شوې غونډه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې ریاست د مدني او عامه حقوقو دېوان د رئیس مولوي محمد کریم (نسیمي) د غوښتنې سره سم د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې ریاست د جزاء دېوان د محرر (مستشار قاضي) مولوي عبدالرحمن (زاهد) لخوا د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

په جوړه شوې غونډه کې د پکتیا مرستیال والي محترم مولوي انعام الله (صلاح الدین) د مرافعه محکمې نوي رئيس او د پکتیکا ولایت څخه راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه.

ورپسې د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس محترم مولوي کلیم الله (قانت حقاني)، د پکتیکا څخه راغلي مېلمه محترم مولوي عبدالله، د پکتیا د مرافعه محکمې پخواني رئيس الحاج محترم مفتي عبیدالله (خالد) او په آخر کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې لپاره نوي ټاکل شوي رئيس محترم مولوي امان الله (منقاد حقاني) د عدل او انصاف، پر قضاء او د قضاء پر منصب، د قرآنکریم او د احادیثو په رڼا کې پر اسلامي نظام، د اسلامي نظام پر بقاء، د اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په اوامرو او فرامینو، د اسلامي امارت د درنو مشرانو  پر  ښو کړنو او د امام ابوحنیفه (رحمة الله علیه) د ژوند پر کړنلارو خبرې وکړې.

په پای کې د پکتیا د مرافعه محکمې د ریاست لپاره نوي ټاکل شوي رئيس د غونډې له ګډونوالو سره ژمنه وکړه چې ان شاء الله زه به د پکتیا ولایت درنو ولسونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د زړه له تله خدمت کوم.

غونډه د مرافعه محکمې ریاست د ثبت اسناد وثایق او مخزن آمریت د مفتي محترم شیخ عبدالجبار (احمدي) لخوا د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

محاکم ولایت باميان طی یک ماه علاوه بر رسیدگی به (۱۹۳) دوسیه، به تعداد (۱۴۶) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتداٸيۀ ولسوالى‌های ولایت بامیان طی یک ماه (از ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۱۹۳) دوسیه، به تعداد (۱۴۶) قطعه وثایق را نیز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

حکم جزای تعزیری بالای دو متهم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی شورتپه ولايت بلخ بالای دو تن به اتهام فعل لواطت؛ امروز سه شنبه (مؤرخ ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه متهمين را به دو ـ دو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای چهار مجرم و متهم در ولايت سمنگان تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی حضرت سلطان ولايت سمنگان بالای چهار تن به شمول دو زن به جرم فرار از منزل و اتهام زنا، امروز سه شنبه (مؤرخ ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) حکم جزای تعزیری تطبيق شد.. . .

بازگشت به اخبار