د پکتیکاولایت د استیناف محکمې د نوي رئیس دمعرفت غونډه ترسره شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۱۰:۱۰
د پکتیکاولایت د استیناف محکمې د نوي رئیس دمعرفت غونډه ترسره شوه

د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رمضان میاشتې په ۱۲مه نېټه د پکتیکا ولایت د استیناف محکمې لپاره نوی رئیس مفتي عبیدالله «خالد» دیوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت قضائي او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په یاده معرفت غونډه کې چې د پکتیکاولایت د استیناف محکمې په تالارکې جوړه شوې وه، د پکتیکا محترم والي الحاج مولوي عبدالله «مختار»، دیني عالمانو، قومي مشرانو، د استیناف او ښاري محکمې قضائي او اداري کارکوونکو، د استیناف محکمې پخواني رئیس محترم مفتي امان الله «منقاد حقاني»، د پکتیکا د مرافعه محکمې لپاره نوي معرفي شوي رئیس او ورسره مل پلاوي چې له پکتیا ولایت څخه یې د مفتي عبیدالله «خالد» ملتیا کوله ګډون درلود.

غونډه د پکتیا د استیناف محکمې د ثبت اسناد وثایقو او مخزن آمریت د عضو محرر لخوا د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د پکتیکا ولایت محترم والي الحاج مولوي عبدالله«مختار» د نظام د اهمیت په اړه تفصیلي وینا وکړه.

په دې سربېره، له پکتیا زون څخه راغلي د نظامي محکمې رئیس لنډه او عالمانه وینا وکړه، د پکتیا او پکتیکا ولایت د مرافعه محاکمو لپاره د نویو معرفي شوو رئیس صاحبانو لپاره یې په کارونو کې د بریالیتوب دعا وکړه او د سترې محکمې له یادو ټاکنو یې خوښي څرګنده کړه.

د غونډې په دوام د پکتیکا د مرافعه محکمې مخکني رئیس محترم مفتي امان الله«منقاد حقاني» د یاد ولایت د محاکمو لپاره نوی معرفي شوی رئیس مفتي عبیدالله «خالد» دغونډې ګډونوالو ته ورمعرفي کړ، د یاد ولایت د قضائي او اداري کارکوونکو په اړه یې نوي رئیس ته ډاډ ورکړ.

یاده معرفت غونډه د پکتیکا د علماوو شورا د استازي لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار