د سترې محکمې د عالي شورا ۲۰مه غونډه ترسره شوه
د سه شنبې په ورځ (۶ /۹ /۱۴۴۴ هـ ق)نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ د سترې محکمې د عالي شورا ۲۰مه غونډه ترسره شوه.
د سترې محکمې د عالي شورا په دې ناسته کې چې د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ جوړه شوې وه د عالي شورا غړو محترم شیخ محمدقاسم (راسخ)صاحب، محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، محترم شیخ محمد شریف (حقاني) صاحب او محترم مفتي عبدالرشید (سعید) صاحب ګډون درلود.
د عالي شورا په دې ناسته کې د غونډې په اجنډا کې د شاملو پنځو(۵) مهمو موضوعاتو په اړه تر تفصیلي خبرو وروسته د یادو موضوعاتو اړوند فیصلې صادرې شوې.
د سترې محکمې د عالي شورا دغه ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.