د قضائي  پلټنې عمومي ریاست مسلکي غړو د پروان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۱۰:۵۸
د قضائي  پلټنې عمومي ریاست مسلکي غړو د پروان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام او د قضائي تفتیش د عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) په هدایت د دغه ریاست یوه پلاوي چې محترم مولوي روزي محمد (زمیل)، مولوي سیف الرحمن (ذاکر) او مولوي ضیاءالرحمن (عاصم) یې غړیتوب درلود، د ۱۴۴۴هجري قمري کال د شعبان میاشتې په (۶)مه نېټه د پروان ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړلو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوي د سفر په پیل کې د پروان ولایت د مرافعه محکمې له رئیس صاحب سره لیدنه وکړه؛ ورپسې یې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د پروان له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د یاد محبس نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او شکایتونه یې له ځان سره نوټ او له اړوند محاکمو سره شریک کړل.

دغه راز یاد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د پروان د (۹) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او د پروان د مرافعه او ښاري محاکمو ریاستونو  له اړوند دېوانونو څخه جلا، جلا لیدنه وکړه.

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست دغه پلاوي د پلټنیز بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هراړخیزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو په اړه یې بشپړ معلومات واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

یاد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې او کاري خنډونه له ځان سره نوټ کړل او په لومړي قدم کې یې د ښاري محکمې په دېوانونو کې شته مشکلات د ښارې محکمې له رئیس صاحب سره شریک کړل، په دویم قدم کې یې د ستونزو د هواري، د خنډونو د له منځه وړلو او د نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د پروان ولایت د مرافعه محکمې له رئیس سره تفاهمي ناسته ترسره کړه او ټول مشکلات یې په جلا،جلا توګه ورسره شریک کړل.

د قضائي تفتیش دغه پلاوي د محاکمو په وړاندې شته ستونزې او د خلکو شکایتونه په دقیق او هر اړخیزه توګه وڅیړل او د یاد ولایت د محاکمو له برحاله قاضیانو څخه یې ظرفيتي آزموینه واخیسته.

دغه پلاوي د خپل سفر په پای کې د پروان ولایت له مسؤولینوسره لیدنه وکړه او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او ځینو مربوطه ستونزو د حل په اړه یې د هغوی نظرونه واورېدل.

د قضائي تفتیش د پلټنې پلاوي د ۱۴۴۴هجري قمري کال د شعبان میاشتې په (۱۸)مه  نېټه خپل سفر په داسې حال کې چې له لاسته راوړنو ډک وو، پای ته ورساوه.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار