په لوګر ولایت کې د قضائي او امنیتي ارګانونو تر مینځ د همغږۍ میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۴:۴۴
په لوګر ولایت کې د قضائي او امنیتي ارګانونو تر مینځ د همغږۍ میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

په ۱۹ /۸ /۱۴۴۴ هـ ق نېټه د لوګر ولایت مقام په ریاست کې د لوګر د قضائي، عدلي او امنیتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د تقویې په موخه میاشتنۍ ناسته ترسره شوه .

یاده ناسته چې د لوګر والي محترم مولوي قدرت الله (امیني)، د استیناف محکمې رئیس محترم مولوي روح الله (عبدالسلام)، امنیه قومندان محترم مولوي محمد انشأ (مخبت)، د لوګر ولایت د استخباراتو رئیس محترم مولوي شاهین، د لوګر ولایت مقام د دفتر رئیس محترم مولوي میرویس، د منصوري قول اردو د څلورمې پلې لیوا قومندان، د قطعه خاص قومندان، د تروریزم او کشف مدیرانو او یو شمېر نورو ځایي مسؤولینو په کې ګډون کړی و، د قرآنکریم په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې د لوګر ولایت د دفتر رئیس مولوي میرویس د دې غونډې په موخو او اهدافو وغږیده.

وروسته د لوګر ولایت د استیناف محکمې رئیس محترم مولوي روح الله عبدالسلام د مجلس حاضرینو ته د ادارو تر مینځ د همکارۍ او همغږۍ په ګټو هر اړخیزه رڼا واچوله.

نوموړي وویل، قضائیه او اجرائیه قوې د هر نظام له اساساتو څخه دي، موږ ټول د يوې ونې ښاخونه یو چې هر یو له موږ څخه د الله عزوجل، نظام او ولس پر وړاندې تر خپلې اندازې مسؤول او مکلف یو، یو طرف ته که د یوه مجرم تعقیب، کشف او نیول د امنیتي ادارو مسؤولیت دی بلخوا د همدغه مجرمینو د جرم اثبات او دوی ته د سزا ورکول د محاکمو کار او دنده ده.

د لوګر د استیناف محکمې رئیس زیاته کړه، د الله عزوجل د قانون، اسلامي نظام او جامعې پر وړاندې هر مجرم باید د عدالت میز ته راکش کړل شي، په ټولو باید یو ډول عدالت پلی شي او د اسلامي عدالت په پلي کولو کې باید د هېچا پروا ونه ساتل شي.

ورپسې د لوګر ولایت د امنیتي ادرارو او د لوګر د قضائي پلاوي ترمنځ  د قضائي او امنیتي ادارو په مشترکو موضوعاتو، د ستونزو پر حل او مشکلاتو ته د رسېدنې په لارو چارو پراخ بحث وشو.

په پای کې د لوګر والي محترم مولوي قدرت الله امیني د مجلس حاضرینو ته وینا وکړه.

 نوموړي د لوګر د امنیتي ادارو له مسؤولینو څخه د لوګر د استیناف محکمې سره پر لا او زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ، د ناستې له ګډونوالو د مننې ترڅنګ یې د یادو غونډو د دوام غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۲
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پنجشیر از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های آبشار، حصه‌اول و پریان آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد عثمان (عامر) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر؛ با همراهی مولوی عبدالرحمن (حنیف) رئیس دیوان امنیت عامه مرافعه، مولوی پردل (منیب) عضو محرر دیوان جزا مرافعه، مولوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۹
Background image

جلسه قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت کندز دایر گردید

تحت ریاست محترم محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعه ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، رئیس محکمۀ ابتدائیه شهری و رؤسای دواوین آن، مفتیان، آمرین ثبت اسناد و وثایق و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

جلسۀ قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت پروان دایر گردید

تحت ریاست الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمه مرافعۀ ولایت پروان؛ با اشتراک قضات دیوان‌های مرافعه، آمریت وثایق، محکمه ابتدائیه شهری و محاکم ولسوالی‌ها، قضات محکمه نظامی پروان. . .

بازگشت به اخبار