د پکتیا محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۱۱) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۸۸) وثیقې اجرأ کړې دي
په دغه راپور کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې، وثایقو، د ښاري ابتدائیه محکمې، د پکتیا زون ابتدائيه نظامي محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د تېرو دوو اونیو (له ۱ /۸ /۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۱۴ /۸ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټې حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېرو دوو اونیو کې (۵۳) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر کار لاندې وې.
له دې جملې څخه (۱۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۴۸) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوی، (۲۱) دوسیې فیصله شوې دي او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېرو دوو اونیو کې (۶۲) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم ځينې دوسیې موجودې وې .
له دې جملې څخه (۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۵) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوی، (۲۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
دغه راز په یاده موده کې (۸۸) بېلا بېل وثایق هم اجراء شوي دي.