د قضائي پلټنې عمومي ریاست مسلکي غړو د کاپیسا ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۸
د قضائي  پلټنې عمومي ریاست مسلکي غړو د کاپیسا ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي تفتیش د عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) په مشرۍ د دغه ریاست یوه پلاوي چې محترم مولوي عبدالولي (مصباح) او محترم مولوي عبدالرحمن (مخدوم) یې غړیتوب درلود، د ۱۴۴۴هجري قمري کال د شعبان میاشتې په (۸)مه نېټه د کاپیسا ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړلو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوي د سفر په پیل کې د کاپیسا ولایت د مرافعه محکمې له رئیس صاحب سره لیدنه وکړه؛ ورپسې یې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه دکاپیسا له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د یاد محبس نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او شکایتونه یې له ځان سره نوټ او له اړوند محاکمو سره شریک کړل.

دغه راز یې د بې برخلیکه یا هغه بندیانو چې جرم یې کوچنی و او په توقیف کې یې ډېر وخت تېر شوی و د خلاصون په اړه ګډ تصمیمونه ونیول.

پر دې سربېره یاد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د کاپیسا د شپږو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او د کاپیسا د مرافعه او ښاري محاکمو ریاستونو  له اړوند دېوانونو څخه جلا، جلا لیدنه وکړه.

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست دغه پلاوي د پلټنیز بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هراړخیزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو په اړه یې بشپړ معلومات واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

یاد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې او کاري خنډونه له ځان سره نوټ کړل او په لومړي قدم کې یې د ښاري محکمې په دېوانونو کې شته مشکلات د ښارې محکمې له رئیس صاحب سره شریک کړل، په دویم قدم کې یې د ستونزو د هواري، د خنډونو د له منځه وړلو او د نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د کاپیسا ولایت د مرافعه محکمې له رئیس سره تفاهمي ناسته ترسره کړه او ټول مشکلات یې په جلا،جلا توګه ورسره شریک او لازمي توصیې وکړې.

د قضائي تفتیش دغه پلاوي د محاکمو په وړاندې شته ستونزې او د خلکو شکایتونه په دقیق او هر اړخیزه توګه وڅیړل، او د یاد ولایت د محاکمو له برحاله قضاتو، مفتیانو او محررینو څخه یې ظرفيتي آزموینه واخیسته.

د قضائي تفتیش د پلټنې پلاوي د ۱۴۴۴هجري قمري کال د شعبان میاشتې په (۱۳)مه  نېټه خپل سفر په داسې حال کې چې له لاسته راوړنو ډک وو، پای ته ورساوه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۰
Background image

تحت ریاست رئیس محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولایت بلخ جلسۀ اداری دایر گردید

تحت ریاست محترم مفتی محمد ولی (حقانی) رئیس محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولایت بلخ؛ با اشتراک رؤساء، اعضای قضائی و کارمندان اداری، به تاریخ ۲۸ /۱۰ /۱۴۴۷ ه‍ـ ق جلسۀ اداری دایر گردید.
جلسه با تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۳
Background image

با تلاش محکمۀ مرافعۀ ولایت بغلان دشمنی میان دو قوم خاتمه یافت 

با تلاش رئیس دیوان جزای محکمۀ مرافعۀ ولایت بغلان، خصومت دیرینه میان دو قوم در ولسوالی برکه که منجر به قتل دو تن و مجروحیت یک تن دیگر شده بود؛ به تاریخ ۲۸ /۱۰ /۱۴۴۷ هـ ق طی نشست حل و فصل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

با تلاش رئیس محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی حصه‌اول کوهستان ولایت کاپیسا قضیۀ قتل حل و فصل شد

با تلاش محترم شیخ محمد شاکر (عابد) رئیس محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی حصه‌اول کوهستان ولایت کاپیسا؛ اعضای قضائی آن محکمه با هماهنگی محکمۀ مرافعه، متنفذین، علماء کرام و اراکین امارتی، به تاریخ. . .

بازگشت به اخبار