د روزګان د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ له ابتدائیه څخه محکمې لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۱:۳
د روزګان د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ له ابتدائیه څخه محکمې لیدنه وکړه

د روان هجری قمري کال د رجب میاشتې په ۱۶مه نېټه د روزګان ولایت د استیناف محکمې رئیس محترم شیخ مولوي سخیداد (ابوالتقي) او ورسره مل پلاوي (د ښاري ابتدائیه محکمې د دېوان ترافیک مفتي شیخ عبدالباري او د مرافعه محکمې اجرائیه مدیر محب الله(نظري) د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.

د روزګان ولایت د استیناف محکمې رئیس یادې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د دې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له قاضي، مفتي او محرر سره وکتل، د دوی قضائي ستونزې یې واورېدې او د اجراآتو ارزونه یې وکړه.

محترم شیخ مولوي سخیداد (ابوالتقي) د ابتدائیه محکمې ریاست قضائي پرسونل ته سپارښتنه وکړه چې د خلکو ستونزې او دعواوې اسلامي اصولو او د اسلامي امارت د محاکمو اصولوته په کتو سره حل او  فصل کړي؛ د هېچا تر فشار لاندې رانشي او حق حقدار ته وسپاري.

دغه راز د یاد ریاست اجرائیه مدیر د ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د اداري برخې کارکوونکو ته د صادرې او واردې، رسیداتو او اندراج اړوند لازمې لارښوونې وکړې.

په دې سربېره محترم شیخ مولوي سخیداد (ابوالتقي) د چورې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له یو شمېر مراجعینو سره  وکتل، د هغوی ستونزې او شکایات یې واورېدل او د مشکلاتو د حل ډاډ يې ورکړ.

د شیخ سخیداد (ابوالتقي) په مشرۍ پلاوي او د چورې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس مولوي عبدالبصیر د یادې ولسوالۍ د «دیراب» د کلي اړوند هغه ځمکې چې د کوچیانو او سیمې د اوسېدونکو ترمنځ پرې دعوه وه هیئتي وکړه او دواړه لوري يې راوغوښتل او د هغوی مشکلات یې له نږدې څخه واورېدل.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۳۶
Background image

با تلاش رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا قضیه قتل هفت ساله حل و فصل گردید

با تلاش الحاج مولوی عزیزالرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا؛ با اشتراک شیخ اسدالله (سنا) معاون مقام ولایت، رئیس حج و اوقاف، آمر اقوام، قبایل و سرحدات و تعدادی دیگری از مجاهدین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۲
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بدخشان؛ با اشتراک قضات دیوان‌های مرافعه، اعضای قضائی، به تاریخ 15 /4 /1448هـ ق جلسه اداری دایر گردید.
جلسه با تلاوت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۷
Background image

با تلاش رئیس محکمه ابتدائیه ولسوالی اله‌سای ولایت کاپیسا قضیه قتل حل و فصل گردید

با تلاش محترم مولوی عین الدین رئیس محکمه ابتدائیه ولسوالی اله‌سای؛ با اشتراک مولوی سراج الدین (راشد) رئیس دیوان جزا محکمه مرافعه، مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه ابتدائیه شهری، مولوی. . .

بازگشت به اخبار