د پکتیا ولایت محاکمو په تېرو دوو اونیو کې د (۱۲۹) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۰۴) وثیقې هم اجراء کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۸:۵۵
د پکتیا ولایت محاکمو په تېرو دوو اونیو کې د (۱۲۹) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۰۴) وثیقې هم اجراء کړې دي

په دې راپور کې د  پکتیا  ولایت د مرافعه محکمې، وثایقو،  د ښاري ابتدائیه محکمې، د پکتیا زون ابتدائيه نظامي محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د دوو اونیو (له ۲۸ /۶ /۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۱۱ /۷ /۱۴۴۴  هـ ق نېټې) حقوقي او جزائي اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې (۷۹) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۱۵) دوسیې مکتوبي اجراء شوې، (۳۴) دوسیې قضائي قرار، (۳۳) دوسیې فیصله شوې دي او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې (۵۸) دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۶)دوسیې مکتوبي اجراء شوې، (۸) دوسیې قضائي قرار، (۳۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

دغه راز محاکمو په یاده موده کې (۱۰۴) بېلا، بېل وثایق اجراء کړي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه ولسوالی هزار سموچ بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار؛ به تاریخ 4 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه ولسوالی هزار سموچ آن ولایت بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتاب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

اطلاعیه در باره ساعات کاری محاکم در شش ماه دوم سال ۱۴۰۵هـ ش!

بر اساس حکم شماره (۱ ج ۴۹۴)، مؤرخ ۲/۹/۱۴۴۳هـ ق زعیم امارت اسلامی افغانستان عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) در شش ماه دوم سال هجری شمسی «از اول ماه میزان تا پایان ماه حوت» تمامی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۹
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت غور از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

الحاج شیخ عبدالکریم ابوحمدالله (صمیم) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت غور؛ به تاریخ ۲ /۴ /۱۴۴۸ از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید بعمل آورد.
در این دیدار رئیس محکمه شهری، رؤساء و. . .

بازگشت به اخبار