د قضائي تفتیش د پلټنې پلاوي د غزني ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۱۱:۴۴
د قضائي تفتیش د پلټنې پلاوي د غزني ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په اجازه د قضائي تفتیش ریاست د پلټنې د پلان له مخې د عمومي رئیس محترم مفتي محمدابراهیم جان(ابوالحافظ) په مشرۍ د یاد ریاست د قضائي مفتشینو څخه جوړ اووه کسیز پلاوي د 1444 هـ ق کال د ربیع الاول میاشتې په (27)مه نېټه غزني ولایت ته دعادي پلټنې په موخه سفر وکړ.

یاد پلاوي د سفر په پیل کې د غزني ولایت د مرافعه محکمې له رئیس محترم مولوي محی الدین (عمري) سره وکتل؛ ورپسي یې د خپل کاري پلان له مخې د ياد ولایت د (17) ولسوالیو له ابتدائیه شرعي محاکمو، د غزني ښار د ښاري محاکمو له ریاست او اړونده دېوانونو، نظامي محکمې او د استیناف اړوند دېوانونو څخه جلا، جلا لیدنه وکړه.

د دغه پلاوي د پلټنیز بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه ترسره شوه چې د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د چلند او مسلکي اړخونو پوره جاج واخیستل شو او د چارو د سمون په برخه کې ورته لارښوونې وشوې.

پر دې سربېره یاد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې او لوژستیکي نیمګړتیاوې له ځان سره نوټ  کړې او د ستونزو د هواري، د خنډونو د له منځه وړلو او د نیمګړتیاوو د اکمال په اړه یې د غزني ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته ترسره کړه او ټول مشکلات یې په جلا، جلا توګه ورسره شریک کړل.

دغه راز د قضائي تفتیش پلاوي د بندیانو د وضعیت د څېړلو په موخه د غزني ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د یاد محبس اړوند شاوخوا (300) تنه نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت او اړوند نور موضوعات یې له ځان سره نوټ کړل.

یاد پلاوي د خپل سفر په وروستۍ ورځ یو ځل بیا د غزني ولایت د مرافعه محکمې په مقر کې د استیناف له رئیس او د ښاري محکمې د دېوانونو له رئیسانو سره ګډه غونډه وکړه او د بندیانو ستونزې او شکایتونه یي ورسره شریک کړل.

د قضائي تفتیش د پلټنې پلاوي د 1444 هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په اتمه نېټه خپل سفر پای ته ورساوه او د خپل سفر ټول پلټنیز اجراآت یي دبشپړ راپور په بڼه چمتو او د سترې محکمې محترم  مقام ته وړاندې کړل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه ولسوالی هزار سموچ بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار؛ به تاریخ 4 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه ولسوالی هزار سموچ آن ولایت بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتاب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

اطلاعیه در باره ساعات کاری محاکم در شش ماه دوم سال ۱۴۰۵هـ ش!

بر اساس حکم شماره (۱ ج ۴۹۴)، مؤرخ ۲/۹/۱۴۴۳هـ ق زعیم امارت اسلامی افغانستان عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) در شش ماه دوم سال هجری شمسی «از اول ماه میزان تا پایان ماه حوت» تمامی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۹
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت غور از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

الحاج شیخ عبدالکریم ابوحمدالله (صمیم) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت غور؛ به تاریخ ۲ /۴ /۱۴۴۸ از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید بعمل آورد.
در این دیدار رئیس محکمه شهری، رؤساء و. . .

بازگشت به اخبار