هلمند ولایت کې د درېیو ولایتونو قضاتو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسېد

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۱:۲۴
هلمند ولایت کې د درېیو ولایتونو قضاتو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسېد

هلمند ولایت کې د سترې محکمې لخوا د درېیو ولایتونو (هلمند، فراه او نیمروز) د محاکمو اړوند قضاتو ته د ظرفیت لوړونې ۱۰ ورځنی جوړشوی قضائي سیمینار پای ته ورسېد.

په یاد سیمینار کې چې په ۱۴۴۴/۴/۱۰ هـ ق نېټه جوړ شوی و د هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو شاوخوا ۱۸۲ قضاتو ته د محاکمو د اصولو د تطبیق، قضاتو د ظرفیت لوړونې، عدالت او حدودو د جاري کولو او نورو مهمو قضائي موضوعاتو په تړاو هر اړخیزه روزنه ورکړل شوه.

د دغه قضائي سیمینار په پای غونډه کې د سترې محکمې قضائي مرستیال او د جنوب غرب زون تمیز رئیس شیخ مولوي سردارمحمد صاحب، د هلمند د استیناف رئیس محترم ابوسعید الغزنوي، د قضائي تعلیماتو رئیس قاضي شیخ مولوي عبدالصادق صاحب، د هلمند مرستیال والي محترم عبدالرحمن کندوزي صاحب او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

یادې پای غونډې ته د سترې محکمې قضائي معاون او د جنوب غرب زون تمیز رئیس د قضاء په اړه تر هر اړخیزه وینا وروسته وویل، دلته د ۱۰ ورځو په جریان کې د درېیو ولایتونو قضاتو ته د معیاري او اصولي فیصلو کولو، د عدالت د تامین او د ظلم او فساد د مخنیوي برخو کې روزنه ورکړل شوه.

وروسته د قضائي تعلیماتو رئیس او د سیمینار یو تن استاد وویل، په فیصلو کې به جرئت کوو، د قرآن او شریعت مطابق به خپلې فیصلې کوو، هڅه باید وشي چې د مسلمانانو حقونه تلف نه شي.

د یاد سیمینار د ګډونوالو له ډلې د فراه ولایت د استیناف محکمې رئیس مولوي محمدګل صیاد د نورو ګډونوالو په استازیتوب خپلو خبرو کې د دغه ډول سیمینارونو جوړول خورا ګټور وبلل او وویل، په تېرو درېیو میاشتو کې دا څلورم ځل دی چې د جنوب غرب زون تمیز ریاست لخوا قضاتو ته دغه ډول ګټور سیمینار جوړېږي.

نوموړي وویل، دلته دوی ته حقوقي او جزائي اصول ورښودل شوي چې دوی یې تطبیق او عملي کېدو ته پوره ژمن دي.

یاده غونډه د نورو مسؤولینو تر خبرو وروسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه ولسوالی هزار سموچ بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار؛ به تاریخ 4 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه ولسوالی هزار سموچ آن ولایت بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتاب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

اطلاعیه در باره ساعات کاری محاکم در شش ماه دوم سال ۱۴۰۵هـ ش!

بر اساس حکم شماره (۱ ج ۴۹۴)، مؤرخ ۲/۹/۱۴۴۳هـ ق زعیم امارت اسلامی افغانستان عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) در شش ماه دوم سال هجری شمسی «از اول ماه میزان تا پایان ماه حوت» تمامی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۹
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت غور از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

الحاج شیخ عبدالکریم ابوحمدالله (صمیم) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت غور؛ به تاریخ ۲ /۴ /۱۴۴۸ از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید بعمل آورد.
در این دیدار رئیس محکمه شهری، رؤساء و. . .

بازگشت به اخبار