د سترې محکمې د مسؤولینو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۱۴:۶
د سترې محکمې د مسؤولینو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

د سترې محکمې د مسؤولینو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

د سترې محکمې د اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) حفظه الله په مشرۍ په ۱۴۴۴/۲/۲۲هـ ق نېټه د سترې محکمې د اداري چارو د لا ډېر بهبود او په چارو کې د شفافیت رامنځته کولو په موخه اداري ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د سترې محکمې د اداري معاونیت په دفتر کې ترسره شوه  د سترې محکمې د مقام د دفتر رئیس، د استخدام رئیس، د مالي چارو رئیس، د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو سرپرست رئیس، د بشري سرچینو سرپرست رئیس، د سترې محکمې د محافظتي قطعې عمومي قوماندان او نورو اړوند مسوولینو ګډون درلود.

یاده اداري ناسته د سترې محکمې د اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) حفظه الله په تفصیلي خبرو پیل شوه، ورپسې د غونډې د ترتیب شوې اجنډا مطابق په لاندې موضوعاتو خبرې وشوې:

  • په عمومي ډول د سترې محکمې د امنیت ټینګښت.
  • د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او ولایتي مرافعه محاکمو له لوري په ټاکلي وخت د قضائي او اداري راپورونو را لېږل.
  • په حقوقي او جزائي برخو کې د محاکمو د دیوانونو لخوا د قضیاوو د ثبت سیستم د فورمو نه لېږل.
  • د  محاکمو اړوند د مسوولینو  ته د نقلیه وسایلو د کارټونو جوړول او توزیع.
  • د ټولو مرکزي ریاستونو لخوا باید  د نشر مطالب په ټاکلي وخت له بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست سره شریک شي.
  • د فواید عامه بلاکونو تر شا پارکېنګ چې اوس مهال له سترې محکمې سره دی.
  • د ولایتي مرافعه محاکمو له ریاستونو سره د مستوفیتونو همکاري او ځینې نور مهم موارد.

د یادو مواردو په تړاو د ناستې د ټولو ګډونوالو تر خبرو او وړاندیزونو وروسته د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) هر اړخیزې خبرې او د موضوعاتو اړوند هدایات شریک کړل.

ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه ولسوالی هزار سموچ بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار؛ به تاریخ 4 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه ولسوالی هزار سموچ آن ولایت بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتاب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

اطلاعیه در باره ساعات کاری محاکم در شش ماه دوم سال ۱۴۰۵هـ ش!

بر اساس حکم شماره (۱ ج ۴۹۴)، مؤرخ ۲/۹/۱۴۴۳هـ ق زعیم امارت اسلامی افغانستان عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) در شش ماه دوم سال هجری شمسی «از اول ماه میزان تا پایان ماه حوت» تمامی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۹
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت غور از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

الحاج شیخ عبدالکریم ابوحمدالله (صمیم) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت غور؛ به تاریخ ۲ /۴ /۱۴۴۸ از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید بعمل آورد.
در این دیدار رئیس محکمه شهری، رؤساء و. . .

بازگشت به اخبار