د کابل زون نظامي محکمې عمومي رئيس د باګرام له زندان څخه ليدنه وکړه
د کابل زون نظامي محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ الله نظر (ثاقب) او ورسره مل څلور کسیزه هيئت؛ په ۲/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د باګرام له زندان څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې یاد پلاوي د بندیانو احوال واخیست او د هغوی غوښتنې يې واورېدې.
ورپسې یاد پلاوي د پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو د نظامي محکمې له څانګې څخه هم لیدنه وکړه او د مظنونینو د دوسیو په لیدلو سربېره یې د یادې محکمې مسؤولینو ته لازم هدایات هم وکړل.
