د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي ریاست لخوا د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محاکمو پلټنه وشوه
د سترې محکمې عالي مقام د هدايت پر اساس د قضائي تفتيش عمومي رياست يوه شپږ کسیز هيئت چې مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي حبیب الله (حبیب)، مولوي محمد فقیر (حنیف)، مولوي عبدالله (ذکي)، مولوي بخت الله (مدني) او مولوي شمس الدین (احدي) یې غړیتوب درلود، په ۲/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محاکمو د قضائي او اداري کړنو څخه عادي پلټنه وکړه.
یاد هیئت د دغه عمومي ریاست د لايحې مطابق د ښاري ابتدائیه محکمې د څلورو زونونو رياستونو، ټولو دېوانونو او د تحریراتو د آمريتونو هیئتي وکړه، د نافذه اصولو د تطبیق د معلومولو په موخه د یادې محکمې د دېوانونو او څانګو په ګډون د (۵۴) محاکمو ټول اداري کتابونه، په لسګونو فیصلې او قرارونه یې وکتل.
د یادې پلټنې په بهیر کې د قضائي او اداري چارو د چټکتیا او نور سمون په موخه له ټولو قضائي او اداري غړو سره معلوماتي غونډې ترسره شوې.
یاده پلټنه او هيئتي د ۱۴۴۷ هـ ق کال د رمضان المبارک مياشتې په ۱۵مه نېټه پای ته ورسېده.
