د لوګر ولايت مرافعه محکمې پلاوي د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه
د لوګر ولايت مرافعه محکمي رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په هدايت يو پلاوي د جزا دېوان رئیس مولوي فضل الرحیم (عابد) په مشرۍ؛ په ۲۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه.
په دې پلاوي کې د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي حفیظ الله (ناصح)، د عامه امنیت مفتي مولوي آغا شیرین، د علماوو شورا استازي مفتي ثناء الله، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو ریاست استازي مولوي سیف الله (صارم) او د فرامینو، احکامو د تعقیب او نظارت استازي عبدالاحد (زماني) ګډون درلود.
یاد پلاوي د ليدنې په پیل کې له بنديانو څخه لیدنه وکړه؛ له ټولو بندیانو سره مخامخ خبرې وشوې، د ستونزو، خوړو، اوسېدو ځای او د مسؤولينو سلوک په اړه د بندیانو څخه معلومات واخېستل شول.
د لیدنې په دوام په زندان کې کومه ستونزه ونه لیدل شوه، بندیانو هم کوم شکایت نه درلود او هېڅ بندي بې برخلیکه نه وو.
د لیدنې په پای کې یاد پلاوي د زندان مسؤولینو او مؤظفینو ته له بندیانو سره د نېک چلند توصیه وکړه او د زندان مسؤولینو لخوا پلاوي ته ډاډ ورکړل شو.
