د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۲۲۰۸) عرضپاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوق آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق څخه تر ۲۹ /۸ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۰۸) عرضپاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرضپاڼو په برخه کې:
د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۵۳۹) عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۳۵۹) عرضپاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۵۵۰) عرضپاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۳۸) عرضپاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۵۹۲) عرضپاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې تر کار لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۶۶۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۹۳) دوسيې تطبيق شوې، (۹۰) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۳) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۴۷۳) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
