د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د شعبان المعظم میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور
د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په جریان کې د (۱۱۶) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي، چې په دې کې د قضائي تدقيق ریاست د (۱۰) جزائي استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، د (۴) تجارتي استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، د (۱۸) مدني استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، د (۱۰) وثایقو استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، د (۱۹) متفرقو استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، د (۳۵) قضائي تفتیش د راپورونو په تړاو تدقیقي نظریات، د (۱) عارض د عريضې پر وړاندې تدقیقي نظر او (۱۹) مکتوبي موضوعات شامل دي.
