د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۸) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۳۰/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۲۱۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۸) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۸۹) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۰) دوسیې فیصله شوې، (۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۷۵) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۲) دوسیې فیصله شوې، (۱) دوسیه مکتوبي مسترد شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۷۸) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
