د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۴۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۲۴) وثیقې هم اجرا کړې دي
د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۵/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۸ /۵ / ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۶۴۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۲۴) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۶۸) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۵۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۴) دوسیې فیصله شوې، (۱۲۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۴۰) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۵) دوسیې فیصله شوې، (۱۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۲۴) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
